دخپریدو نیټه : 2013-03-03 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د پښتنو ځوانانود ملي ټولني اساسنامه او موخي
احمد لودين : کندهار
سريزه:
د لوي او بښونکي خداي په نامه
افغانستان داسي هېواد دى ،چې له جغرافيايي موقيعت له پلوه يوځانګړي سياسي او ارزښتناکه دريځ لري ،ددې لپاره مونږ ځوانان دا خپل مسؤليت بولو ،چې سره راټول شو او داسي کار ترسره کړو چې د تيرو دريو لسيزو ناخوالو او جګړو لپاره ټکور شي .
نو اړينه ده ،چې د وخت اړتياو سره سم د يوي ټولنې په جوړيدو کې د ټولني هروګړى خپل ټولنيز دريځ ترسره کړي.
لکه څنګه چې د هېواد ډېري نفوس ځوانان جوړوي او دمخکنيو کړکيچونو رامنځته کيدل اوارامولو کې ټولنيزدريځ لوبولى دى او دغه راز د هيواد په سياسي جوړښت کې هم خپل ځانګړي دريځ لرې ،نو له همدې امله ځوانان د هر هېواد يو ټولنيز ځواک دى ،چې په کارولو سره يې خپلو موخو ته رسيدلاى شي، نو اړينه ده چې ځوانان سره راټول شي او له خپلو علمي پانګو څخه ګټه واخلي ،ترڅو هېواد د پرمختګ او سوکالۍ پر لوري ګام واخلي دپښتنوځوانانوملي ټولنه ددې خاوري دنسلونو د پرمختګ ،اصلاح او يوالي لپاره هڅي کوي ،ترڅو په ټولنه کې د سم اسلامي فرهنګ پلي کيدو لپاره تولنيزګامونه اوچت کړي.
د پښتنوځوانانوملي ټولنه زيار باسي ،چې د افغانستان د باتوره ولس په منځ کې يووالى رامنځ ته کړي او د تعصب جرړي وباسي او د يووالي فرهنګ ،چې په دې دنيا کې زمونږ د پاتي کيدو او په اخرت کې د نيک مرغي لامل کيږي ،پلي کړو ترڅو زمونږ له بيلوالي څخه زمونږ دښمنان ګټه پورته نکړي.
زمونږ ځواک زمونږ په ملي يوالي کي دى.
د هغې ورځي په هېله چې مونږ خپلو موخو ته ورسيږو.
لومړى څپرکى
د پښتنو ځوانانوملي ټولنه
لومړۍ ماده:
دغه اساسنامه داسلام دمبارک دين له احکامو ،دهيواد د اساسي قانون د پنځه ديرشمي مادي او د مدني ټولنو دقانون ددويمې مادي له مخي جوړه شوي ده.
دويمه ماده:
ددغې ټولني نوم (د پښتنو ځوانانوملي ټولنه ) ده .
دريمه ماده :
د پښتنو ځوانانو ملي ټولنه يوه اسلامي ،ټولنيزه ،فرهنګي ،علمي ټولنه ده .
څلورمه ماده :
د پښتنوځوانانو ملي ټولنه د اسلام دمقدس دين له اساساتو ،د هيواد د اساسي قانون او دهيواد دنافذه قوانينو له مخې فعاليت کوي.
پنځمه ماده :
د ټولني مرکز په کابل کي دي او د اړتيا په وخت کي به د هيواد په نورو ولايتونو کي هم سيمه ايز دفترونه پرانيزي.
شپږمه ماده :
دټولنې فعاليتونه د سيمنارونو ، د ملي او نړيوالو فرهنګي کنفرانسونو ،غونډو ،د ورزشي لوبو،او د ښوونيزو کورسونو د ترسره کولو له لاري پرمخ بيول کيږي.
دويم څپرکي
موخې او دندې
اومه ماده :
د ټولنې موخې په لاندې ډول دي:
1. د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل
2. په هيواد کي د فرهنګي ،اصلاحي ،پرمختيايي او ټولنيز وضعيت سمون د ځوانانو په منځ کي باور ،ځان پيژندنې او يوالي رامنځ ته کول
3. په هيواد کي د مشرانو په مرسته د سولي او ثبات د راوستو لپاره مبارزه کول.له هرډول مسايلو پرته د هيوادوالو د حقوقو دترلاسه کولو لپاره مبارزه.
4. داټولنه به هڅه وکړي چي دپښتون اولس په علمي پرمختګ کښي رغنده ګامونه اوچت اوبيکاره ځوانانولپاره دکارکولوزمينه برابره کړي
5. داسلامي اوعصري زده کړو په برخه کي انجونو او هلکانو ته د مساويانه حقوق دترلاسه کولولپاره هلي ځلي کول.
6. دافغانستان په هرګوټ کي دپښتون اولس دستونزوڅخه ځان خبرول اودهغوئي دحقوقو څخه دفاع کول
7. : دغه ټولنه به په هيواد کې دننه د پښتنو ځوانانو او فعالينو تر منځ د اړيکو د رامنځ ته کولو او دهمږغۍ هڅه وکړي
8. کوښښ به وکړو چې پښتانه ځوانان د هيواد په روانو ټولنيزو او سياسي خوځښتونو کې شريک کړو تر څو له دې لاري خپل حقوق تر لاسه کړي
9. په بهرنيو هيوادونو کې به د لوړو زده کړو د تعليمي بورسونو د پيدا کولو لپاره هڅه وکړو تر څو بې وسه پښتانه محصلين خپلو زده کړو ته دوام ورکړاي شي
10. داټولنه به لومړي خپلوغړوته او وروسته به په عمومي ډول پښتنو ته په بيلابيلو برخو کې د ظرفيت لوړولو اوږدمهالي او لنډ مهالي روزنيز پروګرامونه برابرول.
11. زموږ ټولنه به هڅه وکړي چې په پښتني ټولنه کې د ناوړه رواجونه مخه ونيسي او په بدل کې يې اصيل او ګټور پښتني دودونه بيرته را ژوندي او پياوړي کړي.
دريم څپرکي
اتمه ماده : دګډون شرطونه
1. هر ځوان چي د(۱۸)اتلس کلني عمر يې پوره کړي وي اود پښتنوځوانانوملي ټولني اساسنامه ومني کولايي شي ددي ټولني غړي شي
2. دهيواد دواکمني محکمي لخواه په کوم جرم محکوم شوي نه وي
نهمه ماده :
بهرني وګړي دهيواد دعدليي وزارت په اجازه کولاي شي ددغي ټولني افتخاري غړيتوب ترلاسه کړي او ټولنه به يي ټول ژوند ليک دانسجام رياست ته استوي.
لسمه ماده :
دټولني دغړو حقونه:
1- ددي ټولني هرغړي سالم انتقادونه او وړانديزونه کولايي شي
2- د ټولني له خوا چي غونډي او ناستي جوړيږي کولاي شي ګډون وکړي.
3-د ټولنيې له شتمنيو څخه په مشروع ډول او د عمومي مشر په اجازه ګټه پورته کولي شي.
4-د مړينې په صورت کې د غړيتوب لقب د وياړ په توګه ساتل کيږي.
يوولسمه ماده:
د ټولنې غړي بايد د لاندنيو ځانګرتياوو لرونکي وي:
1. له داسې کارونو څخه ډډه کول چې د ټولنې حيثيت او يووالي ته زيان رسوي.
2. د اعتماد، ورورګلوۍ ، ولسي روحې ، ملي يووالي او اصلاحاتو رامنځته کول.
3. عامه اذهانو ته د ټولنې د موخو رسول.
4. ټولنې ته د ودې ورکولو په برخه کې زيار ايستل.
5. په پرلپسې ډول د حق العضويت ورکول.
6. د اسلامي ارزښتونو سره سم له ټولنيز عدالت اوانتقالي عدالت څخه دفاع کول.
دوولسمه ماده
لاندنيو مواردو ته په کتو سره له ټولنې څخه د ايستلو شرايط:
الف ـ دټولني له اساسنامي څخه سرغړونه کول.
ب ـ د تولني د غړو تر منځ بي اتفاقي رامنځته کول.
ج – له څلورو مياشتو څخه زيات دحق العضويت نه ورکول.
ه – په ساري اونه جوړيدونکو ناروغيو اخته کيدل.
ي – دمحکمې له خوا په مدني جرمونو محکوم کيدل.
ديارلسمه ماده:
هغه غړي چي د دوولسمي ماده دلمړيوپنځوفقرومرتکب شي لمړي ورته توصيه بيا اختار او وروسته دمديره هيئت لخواه له ټولني څخه ايستل کيږ
څلورم څپرکي
تشکيلاتي جوړښت
څوارلسمه ماده:
دتولني تشکيلاتي جورښت په لاندې ډول دي.
1. عمومي غونډه .
2. مديره پلاوي.
3. مشورتي بورد.
4. کميټي.
پنځلسمه ماده:
عمومي غونډه تر ټولو ستره هوډ نيوونکي او با صلاحيته مرجع ده چې د مشرتابه له غړو څخه جوړيږي ، په کال کې دوه وارې له هرو شپږو مياشتو وروسته غونډه نيسي، او په بيړنيو حالاتو کې د مشرتابه شورا په وړانديز له وخت څخه وړاندې ناسته تر سره کيږي او کيداي شي چي د تليفوني اړيکو اوبلنليکنو له لارې را وبلل شي.
1. دلارښودي شورا دراپور اوريدل
2. په اساسنامه کي دبدلون راوستل
3. دټولني د کلني بوديجي تصويب
شپاړلسمه ماده:
عمومي غونډه په کال کي يوځل ترسره کيږي اوپه بيړني حالاتوکي کولايي شي دمديره هيئت په وړانديز له خپلي ټاکلي نيټي وړاندي خپله غونډه جوړه کړي چي لاندي واکونه لري.
عمومي غونډه د لاندنيو دندو او صلاحيتونو لرونکې ده.
1. د ټولني دمرستيال ، منشي ، وياند ، ټاکل اولري کول
2. دمديره هيئت راپور اوريدل
3. دنمايندګيو تآسيسول
4. په اساسنامه کي بدلون راوستل .
5. د ټولني د پلانونو تصويبول يا ردول.
اولسمه ماده:
مديره پلاوي د ټولني يو با صلاحيته مرجع ده چي په کښي د ټولني عمومي مشر، مرستيالان او منشي شامل دي.
اتلسمه ماده:
د مديره پلاوي مسووليتونه
1. دکميټو دکار اوفعاليت څارنه اوکنټرول
2. دکميټو د دندودلايحي تصويب
3. د غړو جذب او ايستل
4. دټولني دشتمني څارنه اوکنټرول
5. دټولني دنمايندګيو څارنه اوکنټرول
نولسمه ماده:
دټولني کميټي په لاندي ډول دي
1. د څارنې کميته
2. اسلامي او فرهنګي کميټه
3. بدني روزنې کميټه
4. د ښونې او روزنې کميټه
5. د مالي او اداري کميټه
6. د روغيتا کميټه
7. دکورنيواوبهرنيو اړيکو کميټه
8. دميرمنو کميټه
9. دمطبوعاتو کميته
10. د نشه يي توکيو پرضد دمبارزي کميټه
شلمه ماده:
د ټولني د له منځه وړلو شرايط په لاندې ډول دي.
1. د اساسنامې خلاف عمل کول
2. ډېرغړي د ټولني د له منځه وړولو غوښتنه وکړې.
يويشتمه ماده:
دټولني شتمني دټولني له ړنګيدو وروسته دقانون له مخي تصفيه کيږي.
پنځم څپرکي
دټولني تمويلونکي سرچينه
دوه ويشتمه ماده:
تولنه له لاندې سرچينو څخه تمويليږي:
1- د غړيتوب حق (۱۰۰) سل افغاني
2- مياشتني غړيتوب 50 افغاني
3- ملي سوداګرو او روڼ اندو کسانو مرستي
4- د نشريو پلورلو عوايد.
درويشتمه ماده:
دټولني پر شمتني څارنه
1- دټولني مديره پلاوي دټولني د شتمني دخوندي ساتلو لپاره دهيواد په يوه بانک کې يو بانکي حساب پرانيزي ،چې په هغه کې د عمومي مشر په ګدون د دوو مالي مسوولينو لاسليک وي.
2- د ټولني جنسي او نقدي شتمني د مشر له لوري کنټروليږي.
شپږم څپرکي
څلوريشتمه ماده:
ټولنه ځانګړي مهر او نښان لرونکي وي.
شپږويشتمه ماده :
د ټولني ټاکني هر درې کاله وروسته ترسره کيږي او عمومي رئيس، مرستيالانو اومنشي د دوو دورو لپاره ځان نوماند کولاي شي.
اوه ويشتمه ماده :
دموسسينو ،مديره هيئت ،او د کميټو د مسولينو نومونه په ځانګړو جدولونو کي جوړ او له اساسنامې سره مل دي.
اته ويشتمه ماده:
دغه اساسنامه په شپږو څپرکو او اته ويشتو مادو کي ترتيب او دمؤسسينو له خوا منظور شوي ده .
د تاسيس کال ۱۳۹۱