دخپریدو نیټه : 2006-01-28 مخپرونکئ : خليل الله سروري
د علامه رشاد اکاډيمۍ دخواخوږۍ پيغام
علامه رشاد اکاډيمي
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتنو لوى ملي مبارز او سياستوال خان عبدالولي خان د ورپيښي سوي ناروغي له امله د ٨٩ کالو په عمر ددې فاني نړۍ څخه سترګۍ پټي کړې .
د علامه رشاد اکاډيمي دده دکورنۍ سره ځان په دې غم کي شريک بولي او کورنۍ ته يې دصبر او زغم غوښتونکي دي . ستر او سپېڅلى څښتن دي خان عبدالولي خان ته د دوى د سترو خدمتونو اجر ورکړى او فردوس جنت دي يې ځاى وي .
انالله وانااليه راجعين