د کب ۱۹مه- کابل
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د خوست ولایت په مرکز کې د نني ځانمرګي برید له امله زموږ اته تنه ګلالي او معصوم زده کوونکي په شهادت رسېدلي دي. دغه سپېڅلي ماشومان، چې د نوي تعلیمي کال پیل ته یې یوازې څو ورځې پاتې وې او په کلي کې یې د رخصتۍ شپې او ورځې تېرولې، د خوست د مرکز کنډیو لېسې له لومړي تر شپږم ټولګي زده کوونکي وو.
په پېښه کې څلور تنه نور زده کوونکي ټپیان شوي هم دي، چې د یوه روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل شوی دی.
د پوهنې وزارت رهبري او ټول منسوبین په داسې حال کې، چې د تل په شان د دې معصومو زده کوونکو وژنه غندي له ټولو خواو غواړي، چې زموږ د ګلالیو زده کوونکو او د هیواد د ماشومانو د ژوند په ژغورنه کې خپلې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
زده کوونکي او ماشومان د هیواد بنسټ جوړوي، پوهنې وزارت تل ددغه بنسټ د پیاوړي کولو هڅې کړي او ټول هغه فعالیتونه د هیواد او ولس پر ضد بولي، چې یاد مهم او حیاتي بنسټ ګواښي او زیان ورته اړوي.
موږ یوځل بیا د یادو ماشومانو پر وژنه خواخوږي څرګندوو او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.
په درنښت