مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دوستۍ فرهنګي ټولنې دخواشينۍ پيغام

حبيب الله غمخور

په زياته خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتنو ستر مبارز په سيمه او نړۍ کښې پېژندل شوې سياستوال خان عبدالولي خان دورپېښي شوي ناروغۍ له کبله له فاني دنيا څخه دتل لپاره سترګې پټي کړې ٠                                  انا الله وانا اليه راجعون

خان عبد الولي خان له ماشومتوب نه دخپل مبارز او د هند د لویي وچې دازادۍ دليوال او ترلاسه کوونکې پلار خان عبدالغفارخان لاره تعقيبوله او تل يې دسيمې دنورو مبارزينو په څير پدې لارکښې زحمتونه ګالې دي .

هغه دکوزي پښتو نخوا دپښتنوديوه پياوړي مشر اولارښود په توګه دپښتنو او بلوڅولپاره دخپل روا اوملي حق دترلاسه کولو ستر لارښود ؤ،دخپل ولس د ازادۍ او ښيرازۍ په خاطر يې زيات کړاونه او زندانونه ګاللې دي .

ولي خان دعمر په اوږدو کې څو څو ځله افغانستان ته سفرونه کړې دي ،دهغه لپاره ((خيبر لار دتلو راتلو وه ))،دپښتنو دويش او بيلتون سر سخت مخالف ؤ٠

موږ پداسي حال کې چې ځانونه دهغه دټولودوستانو اوعلاقمندانو سره پدغه ملي ماتم کښې شريک بولو، د دې پياوړې مبارز او دپښتنو دلوي مشر مړينه په سيمه کښې لويه ضايع ګڼو،ټولوپښتنو، بلوڅودحق اوعدالت دلارې مبارزينو او په ځانګړې توګه دخداي بخښلي دکورنۍ پاتوکسانوته د لوي څښتن له درباره  صبر او زغم غوښتنه کوو٠

لوي خداي دې دهغه جنتونه په نصيب کړې ٠

 

        په سويډن کې ددوستۍ فرهنګې ټولني دمشرتابه جرګې په استازيتوب

 

                                     حبيب الله  غمخور

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery