یو کال تېر شو، افغانستان په نوي لمریز کال کې یو نوي او د تېرې لسیزې تر ټولو مهم پړاو ته ننوځي. د نوي کال په راتلو که په هیوادوالو کې یو خوا د خوښۍ او لمانځنې څرکونو لیدل کیږي بل خوا یې د تشویشونو بوج ورځ په ورځ ډېریږي چې څه به پېښیږي، ایا رشتیا هم افغانستان د یو نامالوم برخلیک په لور روان دی.
موږ په دې باور لرو، که موږ وغواړو بدلون راتلی شي. یو مثبت بدلون، د افغانستان د ثبات او پرمختګ بدلون، خو دا به هلته ممکنه وي چې یوازې پر خپلو فکرونو او مټو باور ولرو.
ملت ټولنه خپلو ټولو هیوادوالو ته د نوي لمریز ۱۳۹۲ کال مبارکي وايي، او تمه لري، هغوی چې د افغانستان ښه غواړي، په دې کال کې به سلامشورو او تفاهم ته رسیږي او خپل ګران هیواد به د بې ثباتۍ او ګډوډۍ لورې ته له تلو راګرځوي.
راځئ نوی کال د افغانستان د حیات او ثبات لپاره په یو نوي فکر پیل کړو.
موږ پر ځان، تاسو او خپل افغانستان باور لرو
بيا هم مبارک
په درنښت
ملت ټولنه- فرهنګي کمېټه
۱۹ حوت ۱۳۹۱