د حوت درېیمه د ۱۳۹۲ تعليمي کال د پېل ورځ ده، ملت ټولنه د ګران هیواد ټولو درنو استادانو، ګرانو زده کوونکو او د معارف اړونده ټولو کارکوونکو ته د دې ورځې مبارکي وايي.
موږ تمه لرو چې دا کال به د هیواد د معارف په پرمختګ کې یو مهم او د لاسته راوړونو ډک کال وي.
له خپلو ګرانو هیوادوالو غواړو، هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تلو عمر یې پوره کړی په ښوونځیو کې شامل کړي، او هڅه وکړي چې د ماشوم د سخت کار مخه ونیسي.
د ښوونځي زنګ د ژوند ږغ دی، دا ږغ دې ژوندی او لوړ وي.
په ټول هیواد کې د پوهنې د پراختیا په هیله
په درنښت
ملت ټولنه- فرهنګي کمېټه