مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-01   مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار

د کندهار د تباهي لپاره نوي لياره

د کندهار د تباهي يوه بل لوي لامل د بينوا د لياري مي يو نوي خبر په لمړي قدم کي د کندهاراو بيا د افغانستان د اسلامي دولت د تباهي لپاره تر سترګو شو .چي په کندهار ولايت کښي د کندهار د اطلاعاتو او کلتورد رياست له لياري او کندهار د ولايتي اداري په مالي مرسته سره د موسيقي د زده کړي مرکز(د شيطان سره د مرستي او دوستي زياتولواو د لوي خداي ج او د ګران پيغمبر ص څخه د ليري کيدو مرکز)جوړشو . که څه هم نوموړي کار نوي يادي اداري په ظاهره د خپل ځان يا د خپل نوم او نښان د لوړيدو لپاره کړي ولي که همدغه اداري مسولين د يوي لنډي مودي لپاره فکروکړي نو به پخپله پوه شي چي څومره لويه ګناه ځيني شويده .زه وايم ددي پرځاي چي دداسي کارو لپاره لاسونه راونغاړوچي د خداي (ج) او د رسول (ص)او د اسلام د مبارک دين د سراسري تاوان او زوال سبب کيږي بايد داسي کارونه تر سره کړو چي هم مو اسلام ته خدمت کړي وي او هم مو وطن ته ،نوبه هم په دنيا کي هوسا ،ارام او هم به په اخرت کي هوسا او ارام ژوند ولرو.کيداي شي زما ددي ليکني څخه بعضي کسان داسي ګمان وکړي چي زه د پرمختګ مخالف يم ،نه هيڅکله نه !زه وايم پرمختګ دي وي خو په اسلامي اصولو برابر نه دا چي د اسلامي اصولو مخالف . همدا اوس اوس د افغانستان خلګ د ډيرو ناخوالو سره لاس او ګريوان دي چي علت يي هم د الله (ج) او د رسول (ص) د لياري د مخالفتونوزياتوالي او د شيطان لعين سره د مرستي زياتوالي دي . نوموړي اداري ته لنډه يادونه همدا کوم چي د خداي (ج) په لحاظ نور د اسلام د مبارک دين ته د سپکوالي لاملونه مه پيداکوي ځکه اوس د ګرانو علماوو د روښانه بيانونو څخه دا ثابته ده چي موسيقي د روح غذا نه ده بلکه دا يو ډول د مرستوڅخه د شيطان ده چي جدا يي بايد مخنيوي وشي ولي متاسفانه بايد ووايم چي د بله طرفه لوړ لوړ شخصيتونه دداسي کارونو په تر سره کيدو برخه اخلي چي پايله يي تر قيامت تر ورځي پوري په هم دي ګناه کي د ځان شريک کول دي ځکه د بنسټ ډبره يي همدغه نوښت ګرو ايښي ده .په اخر کي د ټول هغه کسانو څخه د يو افغان په صفت هيله لرم تر څو دداسي نوښت څخه چي د اسلام د بدنامي او سپک کيدلو سبب کيږي جدا مخنيوي وشي ولوکه په هغه کي ستاسو هر څومره دنيوي گټه وي او د ټولو ځوانانواو ځوانو انجونونه دا هيله لرم چي د شيطان ددي جال نه ليري و اوسي او مخکي تر دي چي ددي ناوړه کار په شروع کيدو کي برخه واخلي د ځان سره ښه فکر وکړي .که چيري ځوانان او ځواني انجوني په دي کار کي برخه وانه خلي نو د شيطان سره دا مرسته چي د نوښت نوم ورکول شوي له ړنګيدو سره مخ شي .او بيا به دوي و پوهيږي چي دوي څنګه دانوښت ته پرمختګ ورکوي .همدا ډول مي د ګرانو علمانو څخه هيله ده چي ددي کار په مخنيوي کي خپلي هڅي ونه سپموي . د يو اسلام هيواد په هيله !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery