په سويډن کې د افغانانو دعلمي او کلتوري مرکز د خواخوږۍ پيغام
په ډېره خوا شينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې خان عبدالغفارخان ځوی خان عبدالولي خان له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
پښتون قوم به د خان عبدالغفارخان اوعبدالولي خان کار نامې او مبارزې چې دپښتون قوم دسرنوشت او ازادۍ له پاره ترسره کړي هيڅکله هېر نکړي.
دوی دواړو وتلو مشرانو تل دا هڅه او هاند کړی چې پښتون قوم د پردي د اسارت څخه خلاص شي او ټول عمريې پدې کې سرته رسولی چې ډيورند نا مقدسه او منحوسه کرښه له منځه ولاړه شي او پښتون ټبر چې د انګرېزي استعمار په زور اوزياتي سره جلا کړی بېرته يوکړي.
زموږ ټولنه د خان عبدالولي خان مړينه دپښتون قوم له پاره يوه لويه ضایع بولي
او موږ ارزو لرو چې لرو چې لر او بر پښتانه ډېر ژر پخپلو کې سره يوموټی شي او د پرديو لاسوهنې قطع کړي .
دا لوی قوم هيڅوک نشي جلا کولای.
په سوډيدن کې د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز په استازيتوب
محمداقا شېرزاد
همدا ډول له لندن څخه لاندنی پيغام بېنوا ويبپاڼي ته رارسېدلی دی :
افغان ادبي جرګه لندن د پښتونخوا د پياوړي سياسي مشر خان عبدالولي خان په غمجنه مړينه باندې ډېره خواشينې ده او درستو پښتنو سره خپله خواخوږي څرګندوي٠
د جرګې مشر سنګروال