د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه مسولین او غړي د کونړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د ناټو په بمبارۍ کې د وژل شوو کوچنیو ماشومانو له کورنیو سره د زړه له تله خپله خواخوږي او همدردي څرګندوي اود الله له درباره یې کورنیو ته د جمیل صبرغوښتنه کوي. د افغان ټولنیز نیټورک د ماشومانو وژل په کلکو ټکو غندي او وایې د نړۍ په هیڅ یوه قانون کې هم ددغو معصومو ماشومانو د وژلو توجیه نشي کیدای او د بشری حقوقو له علمبردارنو څخه غواړي چې ددغه ستر جنایت په اړه ولي په افغانستان کې چوپه خوله دي او ولي یې عاملین د قانون منګولو ته نه سپاري. دافغان ټولنیز نیټورک غړي له ټولو جنګي ښکیلو خواو څخه غواړي چې نور دغه ډول ټول وژنه ودروي او ترڅو به زموږ هېوادوال په نه ګناه په بیلابیلو نومونو باندې وژل کېږي.
الله دې پر دغو ماشومانو ورحمېږي او کورنیو ته صبر ورکړي
د افغان ټولنیز نیټورک مرکزی دفتر
کابل ـ افغانستان