مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د غزنی د جشن په ویاړ

دسلام فرهنګی ټولنی د مبارکی پیغام او وړاندیز
هیوادوالو مبارک دی وی ، هغه مهال را ورسیدی چی غزنی د نړی د اسلامی هیوادونو دفرهنګی مرکز په توګه ونومول سی. دې کال ، میاشتو او ورځو ته مو لږ تر لږه شپږ کاله انتظار وه ایست ، دا دی د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د وری میاشتی پر ۲۴ مه نېټه به د دې نړیوالی ویاړنی جشنونه پیل سی.
د هیواد هر وګړی او هر تن د دې ویاړنی له امله د ستاینی او مبارکی مستحق دی ، ماته ، تاسوته او بل هر افغان ته د ویاړ او سر لوړی ځای دی چی د نړی په اسلامی هیوادونو کی زموږ د تیر تاریخ برم او دبدبه په ویاړ منل کیږی او هغو کړو وړو ته د درنښت سر ټیټیږی چی زموږ د ولسونو په زیار او ربړ د سیمی ، او نړی تاریخ ته سپارل سویدی .
سلام فرهنګی ټولنه وړاندیز کوی چی هر افغان دی د شنبې ورځی په اوږدو کی د دې ستر ویاړ په مناسبت د صمیمیت ، وروری او ویاړ مبارکی ، یو او بل ته و وایی . په دې توګه به مو د خپلو پخوانیو نیکونو روح ته درناوی کړی وی او له بلی خوا به مو راتلونکو نسلونو ته د ویاړنو د تجلیل او نمانځنی ملی دود نقل کړی وی.
په درنښت
د سلام فرهنګی ټولنی د مشر تابه په استازیتوب
محمد رسول باوری
خوست - افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery