مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لندن کې دغلام محمد زرملوال دعلمي سیمیناراو مشاعرې خبرتیا


 
دمشهور لیکوال، ژورنالیست او سیاست پوهه خدای بخښلي‌غلام محمد زرملوال پر ژوند او افکارو علمي‌سیمنار دخبریال خبري‌ویبپاڼې له لوري‌ په پام کې نیول شوی دی . په دغه علمي‌سیمنار کې چې دبریتانیا او اروپايي‌ هیوادونو ګڼ لیکوال ،ژورنالیستان او د ښاغلي‌زرملوال خواخوږي‌ ګډون ورکي کوي‌ دمرحوم پر په فن، شخصيت ،ژورنالیزم ،لیکوالي او ټولنيز ژوند باندې ګڼې ليكلې مقالې او ويناوې په پام کې نیول شوې دي‌.
 
وتلې څېره غلام محمد زرملوال د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ساکو په  شملزيو  کې په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د وري په میاشت کې زېږدلی دی. دمسلک له مخي‌ښاغلی زرملوال انجینئر وو ،خو دلیکوالي‌او ژورنالیزم په ډګر کې خپلي خاورې او ولس ته دقدر وړ خدمتونه کړي‌دي‌.

هغه په پښتو او انګلیسي ژبو ګن تصانیف او ژباړې کړیدي.  په پښتو ژبه کې د نوموړي مهم چاپ شوي او ژباړل شوي اثار په لاندي ډول دی:
 
((دنړۍ تاریخ ته یوه کتنه))، ((زما ولس به ژوندی پاته شي؟))، ((د تیلو جنګ))،((ارګ یا مرګ))، ((له مهاجره تر مجاهده))، ((دپیریانو جګړه))، ((تر وروستۍ افغانه -۵ ټوکه))، ((احمد شاه ابدالي جرګه))، ((د بنګله دېش بې ستري))، ((پاکستان یو مصنوعي هېواد دی)) او ټول یې ۴۴ کتابونه لیکلي او یا ژباړلي دی.

په انګلیسي ژبه کې یې مهم چاپ شوي اثار په لاندي ډول دی:
 
· په ۱۹۲۲ کال کې (Fir in Kabul) یا اور په کابل کې
 
· په ۲۰۰۹ کال کې (A case of Peace against War) یا سوله د جګړې په مقابل کې
 
· په ۲۰۱۰ کال کي (The Swansong of a sinking stooge)
 
ترچاپ لاندي اثار یي په لاندي ډول دی:
 
· نوموړي یو بل کتاب چې (Breaking the Mould) یا د پاچاهي ماتولو په نوم لیکلي، د ایډ‌یټ چارې یی دده د کورنۍ له خوا پرمخ ځي او په لندن کې به د نوموړۍ د کورنۍ له خوا چاپ شي.
 
·د مرحوم ((تر وروستۍ افغانه)) د مهم تاریخي اثر پنځم ټوک هم تر چاپ لاندي دی چې په نیږدي راتلوونکې کې به په کابل کې له چاپه راووځي. دا دهغه تر مرګ وروسته چاپېدونکي‌اثار دي . دخبریال ډاټ کام همکار استاد زرملوال د ۱۳۹۱ کال د تلې په لومړۍ نېټه چې د ۲۰۱۳ کال دجنوري‌میاشتي له ۱۹ نېټې سره سمون لري‌دبریتانیا په ریډینګ ښار کې دتل لپاره له دې نړۍ کډه وکړه .(روح دي‌ښاد وي‌)‌

دخدای بخښلي‌زرملوال دژوند بیلا بیلي‌برخي‌او همداراز ځیني نا لیدل شوې ویډیو ګانې به دلندن په سیمینار کې له تاسو درنو ګډونوالو سره شریکې کړو .
 
دسیمینار دلومړۍ برخي‌وروسته دماښام ډوډۍ او تر هغه وروسته مشاعره په پام کې نیول شوې ده .له ټولو شاعرانو غوښتنه ده چې خپل شعرونه له ځان سره راوړي‌.
 
دخبریال ډاټ کام اداره په بریتانیا کې له ټولو مېشتو افغانانو دزړه له تله غوښتنه کوي‌چې په دې سیمینار کې ګډون وکړي .
 
 
 
نېټه : دمۍ میاشتي (۴) نېټه
 
ورځ : شنبه
 
وخت: دوې (۲) بجې او دېرش(۳۰)  دقیقې
 
ځای : Copthall pursley road mill hill london

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery