دخپریدو نیټه : 2013-04-23 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د جنازې خبرتيا!
د پښتو ژبې او ادب د لوى او حقدار ليكوال استاد محمد اصف صميم او د ګرديز پوهنتون د ځوان استاد پوهنيار عبدالله كامه وال د تره زوى پوهندوى وسيع الله سيار، چې دا مهال د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پخوانى استاد و، نن د ثور پر درېيمه مازديګر مهال له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه.
ټاكل شوې، چې سبا چهار شنبه د ۱۳۹۲ لمريز كال د ثور څلورمه د غرمې پر دوو بجو يې جنازه د كامې ولسوالۍ د ملكانو په كلي كې ترسره شي، خواخوږي او دوستان دې خبر وي.
نوموړي ته فردوس جنت او پاتې شونو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو