په جرمني کې دقسیم ژوند دخپلوانولپاره خبرتیا
شاوخوا (۶۰) کلن قسیم ژوند د المان په ډوسلډورف ښار کې په حق رسېدلی دی . دنوموړي مړی ښاروالي په لاس کې اخیستی او افغانانو ته یې دخښېدلو اجازه نه ورکوي .
دډوسلډورف دښاروالي چارواکو له افغانانو غوښتنه کړې ده چې دخدای بخښلي ژوند دکورنۍ غړي کولای شيچې دهغه مړی ترلاسه کړي.
نوموړی دکندهار اوسېدونکی او په قوم اڅګزی بلل کېږي .
جرمني مېشت افغانانو له ټولو هغو وګړو غوښتنه کويچې خدای بخښلی قسیم ژوند پېژني چې دهغه دکورنۍ غړي خبر کړي .
څوک مخامخ غواړي چې په جرمني کې له افغانانو سره اړیکه ټینګه کړينو پرلاندي شمېره باندي ټلیفون کولای شي .
دقسیم ژوند په تړاو دجرمني له ډېرو افغان اوسېدونکو سره معلمات نشته او دهغوی هڅه داده چې په دې تړاو دنوموړيتر کورنۍ ځان ورسوي ،څو ددغه افغان مړی په اسلامي طریقه خاورو ته وسپارل شي .
په المان کې دتلیفون شمېره ده :
00491627489953
په درنښت