د سپیڅلي رب په نامه
په جهان د ننګیالی دی دا دوه کاره یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی
د فاتحې اعلان!
لکه چې ټولو هیوادوالو ته معلومه ده زمونږه باتورو مسلحو قوتونو تیره ورځ د ننګرهار د ګوشتې سرحدي ولسوالۍ نه په مړانه دفاع وکړه او یرغلګرو ته یې غاښ ماتونکۍ ځواب ورکړ. د دغې برید په پایله کښې چې لمړۍ پیل یې د پاکستاني لوري له خوا شوۍ وو د وطن ننګیالۍ بچۍ محمد قاسم پکښې شهید او ګڼ شمیر نور ساتونکې مو ټپیان شول.
په ناروې کښې میشتو افغانانو هم پتیلې ده چې د هیواد اتل بچي او د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې د شهيدشوي محمد قاسم فاتحه د یکشنبې په ورځ په اوسلو کښې د افغانانو په جومات کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې واخلي. له دې امله د ټولو افغانانو هیله کیږي ترڅو فاتحه کښې ګډون وکړي او د شهید روح ته دعا وکړي.
وخت : یکشنبه ورځ د 2013 کال د مۍ د میاشتې 05 نیټه ، د 16:00 نه تر 18:00 پورې
پته : د فیورسیت سنتر ته څیرمه د افغانانو جومات
په اوسلو کښې د افغانانو د د جومات مدیره هیت له خوا.
د مسجد مسول.