د مرحوم محمد يعقوب "شرافت" په وفات له تعزيت کوونکو څخه د مننې پيغام
دا چې د افغانستان مظلوم ملت هر وخت يو ريښتيني ترجمان ته اړتيا لري، او تر يوه بريده دغه اړتيا د هيواد په کچه مشهور ليکوال، څيړونکي، مبصر او د شوريانو پر ضد د جهادي پير د وتلي او پيژندل شوي ژورنالست مرحوم حاجي محمد يعقوب "شرافت" ډکه کړې وه نو ريښتيا هم د هغه وفات زموږ او د افغانستان د ټول ملت لپاره يوه ستره ضايعه ده.
لکه څرنګه چې مرحوم "شرافت" په تېرو درې نيمو لسيزو کې په پوره خلوص، ايماندارۍ، امانتدارۍ، وطنپالنې او اسلامي جذبه د افغانستان د کړيدلي او ځوريدلي ولس ترجماني کړى، د دې بې چاره ملت غږ يې تر نړۍ او نړيوالو رسولى او کوښښ يې کړى چې په هر ميدان او په ځانګړې توګه د ژورنالزم په ډګر کې د افغانستان واقعي انځور راونغاړي د افغانستان مسلمان ملت به هم د هغه په مرګ خواشينى او خفه شوى وي.
خداى بښلى محمد يعقوب "شرافت" يوازې دا نه چې زما مشر ورور و بلکې هغه د افغانستان د ريښتيني بچي په توګه د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د خپلو هيوادوالو د هوساينې لپاره هېڅ راز هڅې نه دي سپمولي، نو له همدې کبله به ملګري او ټول مسلمانان د هغه مرحوم په وفات درديدلي وي.
زه د ټولو هغو وروڼو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې په پيښور او جلال اباد کې يې د مرحوم "شرافت" په جنازه او فاتحه کې ګډون وکړ، په تکفين او تدفين کې يې برخه واخيسته او د پيغامونو په شکل کې يې د خواشينۍ څرګندونه وکړه.
له ټولو مسلمانانو څخه مې غوښتنه دا ده چې مرحوم "شرافت" په خپلو دعاګانو کې په ياد ولري.
پوهنوال مسعود "نيکبخت"
د ننګرهار د اسلامي پوهنتون استاد
د مرحوم محمد يعقوب "شرافت" ورور