بسم الله الرحمن الرحیم
دروسيې فدراسيون
په سانکت پتر بورګ ښار کې داوسېدونکو(ميشتو) افغانانو ابلاغيه
دمی دمياشتې ۸ نېټه ۲۰۱۳ م کال
موږ دروسيې فدراسيون دسانکت پتر بورګ په ښار کې او سېدونکي افغانان چې دافغانستان او پاکستان تر منځ دمی دمياشتې په لومړۍ نيټه په يوه سرحدي جکړه کې دافغان سر تېری محمد قاسم دشهادت له امله دهغه روح ته ددعا او فاتحې په خاطردلته را ټول شوي يو ، په يوه آواز سره زموږ په هېواد دپاکستان دنظامي ځواکونو له خواتېری او زموږ په خاوره کې دپوځی تاسيساتو جوړول په ټينګه غنډو.
موږ داتل شهيد محمد قاسم خان سر تېري، ټولې کورنۍ ، خپلوانو، همسنګرو او دافغانستان تولو خلکو ته خپل دتسليت مرا تب وړاندې کوو. لوی خدای (ج) دهغه روح جنت فردوس ته واستوي.
موږدسانکت پتر بورګ افغانانو هر فرد آماده يوچې دخپل هېواددځمکنۍ بشپړ تيا څخه ددفاع په لاره کې دځان او مال په قربانولو سره مبارزه وکړو.
موږ عقيد لروچې دپاکستان او افغانساتان تر منځ سر حدی ستونزې دبرطانوی هندله استعماري سياست څخه په ميراث پاتې دي او يواځې هغه وخت حل کېدای شي، چې په افغانستان کې پايدار او ټينګ مرکزی دولت وجود ولري.
موږ دهېواد څخه بهر او دېننه دټولو هغو کسانو موقف غنډو ،چې دنامساعدو شرا يطو څخه په استفادې سره غواړې دهېواد په ملي نواميسو لوبې وکړي.
دروسيې فدراسيون دسانکت پتر بورګ ښار اوسېدونکو افغانانوشهيد محمد قاسم روح ته دعا وکړه.
واحد او سر لوړی دوي افغانستان