مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفدرالي روسیې د پتربورګ په ښار کې د مېشتو افغانانود خواخوږۍ پیغام!

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو دټو لیزو رسنیو له لارې خبر تر لاسه کړ چې د می د میاشتې په لومړۍ نېټه د شپې په (۹)بجو پاکستاني پراختیا غوښتونکي پوځ چې تل یې زموږ د ګران هېواد افغانستان په وړاندې د دوښمنۍ لاره غوره کړې د ګوشتې ولسوالۍ پر افغان سرحدي پوستو ناڅاپي برید وکړ او د سرحدي پولیسو سرتیری محمد قاسم یې شهید او څلور تنه نور سرتیري یې ټپیان کړل. د افغانستان د باتورو سرحدي پولیسو په ځوابي برید کې لسو تنو پاکستاني یرغلګرو ته مرګ ژوبله واوښته او هغه ور چې برید کوونکي پوځ د سرحدي پولې په توګه جوړ کړی و ونړول شو او پرځای یې د افغانستان ویاړلی تور،سوراو زرغون بېرغ ورپاوه.
 موږ پر خپلو وسلوالو او امنیتي ځواکونو ویاړو چې په نشتو امکاناتو سره د دغه ډول تېریو مخنیوی کوي او په ډېره مېړانه او لوړ مورال سره زموږ دګران هېواد افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کوي.
 پتر بورګ مېشتي افغانان که څه هم له خپل هېواد نه زرګونه کیلومتره لیرې د پردسۍ تراخې شپې او ورځې تېروي،خو د خپل هېواد او سیمې حالات په غور سره ځیري.دا ډول بریدونه په کلکه غندي او د سیمه ایزامن لپاره یې ستر ګواښ بولي.
 موږ د وطن د شهيد محمد قاسم درنې کورنۍ خپلو خپلوانو او ټول افغان ملت ته د ستر زغم او د زړه د تسکین هیله کوو،درانه شهید ته د شهادت مبارکي وایو په جنت کې دې پر ټولو بر وي.ټپیانو ملګرو ته یې د ژر شفا غوښتنه کوو. باور لرو چې دشهید محمد قاسم یاد به د ملي یووالي د سمبول په توګه د افغانانو په زړونو کې تل ژوندی وي او زموږ د ګران هېواد او خلکو دوښمانانو ته به دده سرښندنه د عبرت درس وي .
 د پتربورګ افغانانو
دسپین ږیرو شورا
۲۰۱۳/۵/۱۲

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery