مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پروفيسور راز د مړينی په مناسبت

الحاج غرزی خواخوږی


د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواخوږی پیغام

نيټه: ۲/۴/۱۳۹۲ -  ۲۴/۶/ ٢٠١٣
کابل – افغانستان

په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه  کړ چه نومیالی شاعر، ليکوال ، فيلسوف ، مخکښ اديب او تاريخ پوه ښاغلى پروفيسور راز محمد راز د دوه شپيته کلونو په عمر په حق ورسید.

انا لله و انا الیه راجعون

ښاغلی راز د ۱۹۵۱ کال د مارچ په لومړۍ نيټه د ملک دين محمد ترين په کور کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يي د پښين په سيمه کې وکړې او نورې زده کړې بيا د بلوچستان په پوهنتون کې او په کال ۱۹۷۵ کې د کراچۍ دپوهنتون څخه د تاريخ په برخه کې ماسټري تر لاسه کړه.

خدای بخښبلی راز د ژوند تر وروستي کلونو پوری په ډيرو کالجونو کې درسونه ورکړل او د مرګ تر ورځی قلم کښی نښود، خو پر دغه وتلی فلیلسوف، شاعر، ناول او تاریخ ليکونکی سرطان بالاخره زور سو او د نوموړي ژوند ته يي د پای ټکی کښيښود .

دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د اروښاد راز مړينه يوه لويه  ادبی او فرهنګی ضايعه بولی، ارواښاد ته جنت الفردوس و کورنی، دوستانو، ادبی، کلتوری او ټولنیزو ټولنو ته د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.
 
روح دی ښا د وی


په درنښت

د ټولنی مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery