مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ډنمارك کی دآغوس دافغانانوداتحاداو پیوستون دفرهنگی مرکز اعلامیه


دجولای دوهمه نیټه۲۰۱۳
لکه چی ټول وطنوال پدی پوهیږي چی زمونږپه گران هیواد افغانستان کی دجنگ په لمبودوطن خارجی دښمنان پطرول شیندي او غواړي چی داغمیزه لا نوره هم پسی اوږده کړي .
 پدی وروستیو ورځوکی دپاکستان دولتي مقاماتو یو شیطانی او ددښمنۍ نه ډک وړاندیزکړیدی چی یوشمیر ولایتونه دی طالبانوته وسپارل شي . برسیره پردي طالبان هڅول شویدی چی دافغانانو پرځای دامریکایانو سره په قطرکی خبري وکړي .
 مونږ پخپلو گرانو او وطن مینو افغانانو غږ کوو چي :
۱- په سیاسی ډلو او تنظیمونوباندی دگران هیواددولایتونواوسیموویش ٬ بی دوطن دټوټه کیدو بله مانا نلري . زمونږ وطنوال بایددداسی شوموپلانو په مقابل کی بیدار واوسي او پری نږدی چی گران هیوادیی دسیمو٬ ژبو ٬قومونواو نورونومونو ترنامه لاندی٬ ټوټه شي .
 ۲- دقطر مذاکرات باید دافغانانو له منګولوونه تروړل شي او پریږدي چی افغانان خپلی مسئلي پخپله دخبروله لاري حل کړي .
 ۳- ملی وحدت زمونږ دگران وطن داستقلال اودوطن دخاوري دسلامتیاضامن دې . مونږ باورلرو چی ټول افغان قومونه گران افغانستان خپل ناموس گڼي اوپه ساتلوکی یی لکه دورونو په شان د یووالی لاسونه سره ورکوي اود وطن ددښمنانو په مقابل کی په پوره اتحاد په یو سنگرکی دریږي .
 مخ په وړاندی دگران وطن دټولوبچیانودیووالی په لور
ژوندي اوسرلوړې دی وي زمونږ گران هیواد افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery