مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يوه لنډغر او فاشست وکيل (انور سادات)په اړه اعلامیه

افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه


نېټــه: د چنګاښ ٢٧ مه، ١٣٩٢ کال
وخـت:
ځــاى:
اړيکې: +93 700 607 715 / +93 788 988 987 / +93 797 777 113 afgmilighorzang@mail.com 

درنو هېوادوالو! لکه څرنګه چې خبر ياست پرون د ولسي جرګې په غونډه کې يوه لنډغر او فاشست وکيل (انور سادات) د افغانستان يو عظيم او دروند قوم (پښتنو) ته سپکاوى وکړ او پښتانه يې په وژنو، وحشت او اخلاقي فساد تورن کړل. دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان کې پردي پاله، ملي ضد او پښتون عناصر ملي ارزښتونو او ملي وياړونو ته سپکاوى کوي، بلکې دا د هغه منظم پلان يوه لړۍ ده چې له مخې يو شمېر فاشستي او پردي پاله کړۍ غواړي د افغانستان وروڼه قومونه په خپلو کې د نفاق په اور کې  سره وسوځوي.
په دې اساس د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو دنده ده چې د له ملي ارزښتونو د دفاع لپاره غږ پورته کړي او داسې پښتون ضد او ملي ضد عناصر د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
افغان ملي غورځنګ د انور سادات د سپکو څرګندونو د غندنې ترڅنګ دا مهال د افغانستان له قومونو، مخورو، پوهانو او ځوانانو سره په سلا مشوره بوخت دى او د يوه جدي غبرګون لپاره چمتو والى نيسي.
له لويې څارنوالۍ غوښتنه کوو چې انور سادات د افغانستان ستر او دروند ټبر (پښتنو) ته د سپکاوي او د بې ځايه ادعاوو په تور تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيسي.
له ټولو په هېواد مينو پښتنو څخه هيله کوو چې زموږ دويمې خبرتيا ته منتظر اوسي.
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery