موږ د ټولو هغه هېوادوالو ،دوستانو او د ارواښاد محمد حلېم سلېمی دمينه والو څخه د زړه له کومی مننه کوو چی په هېواد کی دننه او دهېواد نه بهر ېی د خدای بخښلی» سلېمی «د ناگهانی مړينی د فاتحی اوختم په مراسمو کی په خپل گډون دا دروند غم زموږ سره ويشلی او د ارواښاد روح ته ېی خوښی ور بخښلی ده . او همدارنگه ټولو دوستانو ته چی د بريښناليکونو، تيليفونو او خپلو ليکونو په مټ يی زموږ سره د زړه له اخلاصه غمشريکی وکړه خپل درناوی او احترام وړاندی کوو ستاسو دټولو دوستانو کورنېو ته خوښی د پاک رب) ج (له درباره څخه غواړو له غمونو مو خدای )ج( و ساته.
د محترم استاد معصوم »هوتک« څخه ېوه نړی مننه کوو چی د مرحوم سلېمی صاحب په مرگ ېی اوښکی توی کړی او مرثيه ېی کښلی وه.او دبينوا ويبپاڼی ټولو چلونکو ته د زړه له کومی درناوی وړاندی کوو چی نه ېوازی دا چی زموږ سره ېی غمشريکی کړی ده په پوره حوصله مندی ېی ددوستانو ليکنی چی دارواښاد»سلېمی «صاحب په باره کی لېکل سوې وی په خپل وخت خپری کړی دی پر قلم دی برکت وی .
په پای کی ېو ځل بېا له ټولو دوستانو څخه مننه کوو او دا ېادول ضروری بولو چی ستاسو احساساتو موږ ته دا را و پوهول چی اروښاد »سلېمی «نه ېوازی زموږ د کورنی مشرؤ بلکی د لوی افغان د ستر
کهول د ازادی او سوکالی د کاروان د سر ښندونکو او سالارانو څخه وو روح دی ښاد وی.
په درنښت محمد نسيم» سلېمی« له امرېکا څخه