مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه د دفاع لاريون

د لاريون خبرتيا

درنو هېوادوالو! له بده مرغه په دې وروستيو کې او په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د بيان د آزادۍ په نامه په پرله پسې ډول د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو ، ملي مقدساتو  او ملي وياړونو ته سپکاوی کېږي او واکمنه اداره يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده. خبره تر دې ځايه رسېدلې چې د حکومت بر حاله واليان او د  ملت په کور کې په درغليو راغلي يو شمېر وکيلان د افغان نوم د ځان لپاره ننګ  ګڼي. له يوې خوا د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني د افغانستان د ملي ارادې او افغاني ولسواکۍ تاريخي وياړ او مؤسسې لويې جرګې ته سپکاوی کوي او له بلې خوا د سيد  انور سادات په نامه يو بې سواده او عقده يي وکيل بيا د افغانستان لوی قوم پښتنو ته سپکې سپورې وايي. افغان ملي غورځنګ نور نه شي کولای د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو ته سپکاوی وزغمي او پتيلې يې ده چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ملي شورا پر وړاندې پر يوه پراخ لاريون لاس پورې کړي. موږ له ټولو هغو هېوادوالو، سياسي سازمانونو  او  مدني بنسټونو څخه، چې د افغانستان  له ملي هويت او  ارزښتونو دفاع خپله وجيبه ګڼي، غږ کوو چې له موږ سره په دې لاريون کې برخه واخلي څو هغوی ته چې پر افغانيت شرمېږي دا ثابته کړو  چې لاهم افغانان ژوندي دي او لا هم دومره توان لري چې له خپلو ملي ارزښتونو دفاع وکړي. ستاسو پراخ ګډون به د خپلې خاورې له تاريخي هويت څخه د کلکې ننګې مانا ولريٍ.
د لاريون وخت: يکشنبه، د سهار اته بجې
د ټولېدو ځای: د  دهمزنګ څلور لارې
د  لاريون تګلوری: ملي شورا

د اړيکو  شمېرې: ۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹، ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery