مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-04   مخپرونکئ : 115 - دبېنواخبریال -کابل

د خپلواکۍ د ۹۴ يمې کاليزې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ خبرتیا!

افغان ملي غورځنګ د خپلو تاريخي وياړونو، تاريخي اتلانو او تاريخي ورځو د نمانځنې په موخه غواړي سږکال د خپلواکۍ ۹۴ يمه کاليزه د اعليحضرت غازي نادرخان د تپې پرسر په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځي. د خپلواکۍ کاليزې د نمانځنې اصلي موخه د اتل ولس د تاريخي کارنامو د ياد له تازه کولو سره په افغان ولس کې د خپلواکۍ د روحيې پياوړي کول او بشپړې او رښتينې خپلواکۍ ته د رسېدو په لار کې د پياوړي هوډ رامنځته کول دي. موږ له خپلو ټولو درنو او ننګياليو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، چې د دغه تاريخي وياړ په نمانځنه کې له موږ سره فعاله او پراخه برخه واخلي او د لا پرتمينې نمانځنې په موخه خپل وړانديزونه او نظريات له موږ سره شريک کړي. ستاسو مرسته او ملاتړ به له ملي وياړونو او ارزښتونو څخه د ننګې په مانا وي. د خپلواک، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله! د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه اړيکې: afgmilighorzang@gmail.com 0700015699, 0794090924, 0700643648, 0787267267
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery