مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د علم او ادب د خپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام

د علم او ادب د خپراوي ټولنه

د علم او ادب د خپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د ځوان شاعر او ژورنالست محمد امین رحیمي د شهادت خبر ترلاسه کړ.
محمد امین رحیمي زموږ د وطن یو مستعد ځوان و چې د ټول هیواد په کچه یې د کانکور په ازموینو کې څلورم مقام ګټلی و اوس بهر ته د لوړو زده کړو لپاره روان و، چې د طالبانو له خوا په شهادت ورسید.

د علم او ادب د خپراوي ټولنه په دې توګه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ځوانیمرګ رحیمي د کورنۍ غړو او د هغه مشر ورور تکړه شاعر او لیکوال محمد اسماعیل لاروي  ته وړاندې کوي.
د علم او ادب د خپراوي ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي چې د رحیمي او نورو افغانانو د قاتلانو په وړاندې خپل غږ اوچت کړي نور پرې نه ږدي چې افغان ځوانان د هغوی د غیر انساني او غیر اسلامي نظریاتو او د چوکۍ د لاس ته راوړلو د جنون ښکار شي.
د علم او ادب د خپراوي ټولنه ارواښاد محمد امین رحیمي ته د فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery