مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت دپوهنې وزیر پیغام

فاروق وردګ



۱۶ زمری ۱۳۹۲


خوښ یم چې خپلو مومنو هیوادوالو، درنو کورنیو، د پوهنې د ستر کاروان لارویانو، ښوونکو او زده کوونکو ته په داسې حال کې د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت مبارکي وایم، چې لله الحمد په هیواد کې پوهنیزه وده د خپل پرمختګ ښېرازه پړاوونه وهي او د ۱۳۹۲ تعلیمي کال لومړنۍ نیمايي په بري سره بشپړه شوې ده.

اختر مو مبارک شه، خدای (ج) دې د ټولو روژې، لمونځونه، دعاګانې او عبادتونه په خپل مهربانه دربار کې قبول او منظور و ګرځوي. هیله ده، چې د رمضان د مبارکې میاشتې او نېکمرغه کوچني اختر په برکت زموږ په هېواد کې سراسري سوله تامین او زموږ کړیدلي هیوادوال له سوله ئیز ژوند، علمي پرمختګ هراړخیزو خوښیو او خوشحالیو څخه برخمن شي.

کوچنی اختر، چې د روژې د مبارکې او برکتي  میاشتې د ستر عبادت په بشپړیدو سره د مسلمانانو مېلمه کیږي، د صابرو مومنانو په نیتونو، اعمالو، اخلاقو، سلوکو او چلند کې ژور مثبت بدلونونه رامنځته کوي او د يوه دیني جشن په ټوګه ټولو ته خوښي وربښي.

د کوچني اختر ورځې سربیره پر دې چې د لایزال خدای (ج) د ځانګړي  کرم او رحمت له مخې د بې سارې خوشحالۍ  ورځې دي، د خپلوانو، دوستانو او ملګرو د لیدلو د فرصت ورځې هم دي. هیله من یم چې دغه مبارکې ورځې به د دوستانو د لیدلو تر څنګ، زموږ د هېوادوالو تر منځ د لا زیات صمیمیت، ورورګلوۍ، دوستۍ او د ټولو وګړو لپاره د ګډ ژوند او سراسري سولې د تامین پیلامه و ګرځي او له دې ښکلي فرصت څخه په استفادې سره به هر هیوادوال له خپلې ونډې سره سم په هیواد کې د هراړخیزې سولې او پوهنیزې ودې د تعمیم خواته د هیوادوالو په رابللو کې خپله دیني وجیبه او ملي رسالت ادا کړي. 

ډاډمن یم چې په دې مبارک مناسبت به د هغو مظلومو او بې وزله هېوادوالو لاسنیوی نه هېریږي او له خپل توان سره سم به مرسته ورسره کیږي چې د ژوند کچه یې ټیټه او له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په پای کې یو ځل بیا تاسو ټولو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رنګینې ورځې د را رسیدلو په مناسبت مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) دربار ته دعا کوم چې د ټولو عبادتونه په خپل مهربانه دربار کې قبول او منظور کړي او زموږ هیوادوال له لوړې پوهې سره یو ځای د سولې تر زرین چتر لاندې د ژوند له هراړخیزو خوښیو څخه برخمن کړي.


په درناوي


د پوهنې وزیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery