مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دارزګان ولايت دوالي پيغام

امېر محمداخندزاده

د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دارزګان ولايت دوالي پيغام

 دنېکو هېلو په وړاندې کولو سره
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس جلالتمآب حامدکرزي، د جمهوري رياست مقام دواړو ښاغلو مرستيالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرتابه او غړو، د چارو د ادارې مشر او غړو،دکابينې غړو، د سترې محکمې مشرتابه او غړو، محترم لوی څارنوال، د هېواد امنيتي ځواکونو منسوبينو او سرتيرو، د سولې د عالي شورا مشر او غړو، د علماوو سراسري شورا مشر او غړو، د خپلواکو ادارو مشرانو او غړو، ښاغلو والي صاحبانو، د ولايتي شوراګانو محترمو مشرانو اوغړو، د مدني او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو، په هېواد کې د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو ښاغلو مسؤولينو او کارکوونکو، هېواد د ننه او بهر ټولو افغانانو او په د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله د  مبارکيو او نېکو پېرزوينو مراتب وړاندې کوم او د پاک خدای (ج) په دربار کې خپل لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسې ترسره سوي عبادتونه، روژې او نېکۍ په دغه مبارکه مياشت کې چې د دوزخونو دروازې د مؤمنانو پر مخ بندې او د جنتونو دروازې پرانستل سوې وي قبولې او منظورې کړي، هيله مند يم چې د کوچني اختر دغه نېکې شپې او ورځې د ګرانو هېوادوالو لپاره د خوشالۍ نه ډکې شپې او ورځې وي، خدای (ج) دې دغه نېکمرغه کوچنی اختر په هېواد کې د تل پاتې سولې او ملي پخلاينې کوربه وګرځوي


په درناوې
دارزګان والې
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery