له هلمند څخه د خپرېدونكي بګړۍ مجلې نوې ګڼه(دويم كال، لومړۍ ګڼه (زمرى، وږى) 1384ل كال) له چاپه راووته .
بګړۍ چي په هلمند كي د بست فرهنګي ټولني خپلواكه، ناپېيلې درې مياشتنۍ خپرونه ده، د رنګه پښتۍپه لرلو سره، په 88 مخونو كي په زړه پوري او ګټور مطالب خپاره كړي، چي چاپچاري يې په كوټه كي د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا تر سره شوي دي .
بګړۍ دا ځل په لاندنيو مضامينو ښكلې شوېده:
عشق يا مينه
ښكلى خو وژونكى
د ښځي حيثيت او مقام په اسلام كي
هلمند د تاريخ په اوږدو كي
په افغانستان كي د اوبو عصري بندونه
پاڼيڼي (اښټ ادهايي) او په هغه كي د پښتو كلمې
په افغانستان كي د ايف ايم راديوګانو تود بازار
او داسي نور. . .
له بګړۍ سره په لاندنيو پتو اړيكي ټينګ كړئ:
د تليفون شمېره: 009379176632
برېښناليك: rohani222@parsimail.com