مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهنمل حاجی محمد نوزادی د تسلیت پیغام

 

 

     نن می د رسنیو د لاری په ډیری خواشینی سره خبر تر لاسه کړ چی د هیواد یو پیاوړی لیکوال او ادیب ، وتلی علمی او فرهنګی شخصیت او زیرک سیاستوال دروند عبدالرحیم هاتف د ورپیښی ناروغۍ لامله ددی فانی نړۍ نه سترګی پټی او په حق ورسید ، انا لله و انا الیه راجعون . خدای بخښلی هاتف خپل ټول ژوند د روڼ اندو په روزنه او وطن ته په صادقانه خدمت تیر کړی ، تل یی دملی لوړو ګټو په پام کی نیولو سره کار کاوه او هیڅکله ددغه لیدلوری څخه یوه لویشت هم شاته شوی ندی . هرڅوک چی دی پیژنی ، ژور درناوی ورته کوی . ماته دده د علمی شخصیت لوړوالی هغه وخت ښه څرګند شو چی د ډاکتر نجیب د واکمنی پر مهال دده تر مشری لاندی د اساسی قانون د تسوید کمیسیون سره په تړاو کی د نوموړی قانون د مسودی جوړولو د کار په کمیټه کی ورسره همکار وم . هلته داسی محترمو مسلکی حقوق پوهانو لکه عبدالوهاب ساپی ، مرحوم یعقوب کمک ، ډاکتر سلیم مجاز ، عبدالواحد سادات ، عبدالواسع غفاری او نورو ګډون درلود . دغه ټولو کسانو چی مسلکی حقوقدانان وه ، د هاتف صاحب پوهی ، تجربی او انسانی کړو وړو ته پوره درناوۍ کاوه او دده نظر به یی د اخیرنۍ پریکړی په توګه د زړه له کومی مانه . ماته هم دده څخه پدی کمیټه کی ښکلی خاطری پاته دی او ډیر څه می ور نه زده کړیدی چی له کبله یی ورڅخه ډیر ممنون یم .

      زه پدی توګه مرحوم هاتف صاحب ته د پاک خدای (ج) نه فردوس جنت ، پاته خپلوانو او ټولو مینه والو ته یی جمیل صبر غواړم . دده ځای به دخپلو دوستانو ، همکارانو ، علمی او فرهنګی شخصیتونو تر منځ د تل د پاره خالی پاته وی .

   روح دی ښاده وی !

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery