دخپریدو نیټه : 2013-08-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په لندن کی دافغان لیکوالو دفرهنګی ټولنی پیغام
افضل ټکور
جدایی داشنایانو هر دم کاندی
په رحمان باندی دتورو ګوزارونه
په ډیری خواشینی سره مو دهیواد دلوی عالم فاضل،سیاسی او اجتماعی شخصیت ارواښاد عبدالرحیم هاتف دمړینی خبر تر لاسه کړ.انالله وانا الیه راجعون
درحمان بابا په خبره دهغوی مړینه په رښتیا هم دداسی تیری توری ګوزار دی چی داغونه او یادونه به یی به یی ډیر کلونه زموږ دهیواد والوپه زړونو پاتی وی ،
ارواښاد عبدالرحیم هاتف زموږ دهیواد په معاصر تاریخ کی یوه پیژندل شوی او نامتو څیره وه،نو بی له شکه ویلی شو چی دهغه مړینه یوه نه جبیره کیدونکی ضایعه ده،
ارواښاد عبدالرحیم هاتف لکه څنګه چی خپله وایی،زه یو قانع،بی اسقامته،عافیت پسند،شرمندوکی،متحمل او په محدوده ساحه کی اجتماعی انسان یم....
په څو ژبو پوهیده لیکل او لوستل یی پری کولی شول دډیرښه فکراو ښی مطالعی څښتن وو،لیکنی یی دهیواد په مطبوعاتو کی وخت په وخت خپری شوی او دخپل ژوند په او ږدو کی علمی او ادبی اثار لیکلی دی،
په لند ن کی دافغان لیکوالو فرهنګی ټولنه داروښاد عبدالرحیم هاتف مړینه یو ه لویه تشه بولی،دهغه روح ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوی او دکورنی غړوته یی دجمیل صبر دعاکوی،موږ دمرحوم هاتف صاحب له کورنی سره به دغه لو
ی غم کی ځان شریک بولو