مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-31   مخپرونکئ : 115 - دبېنواخبریال -کابل

پښتنو او بلوڅو وروڼو د پيوستون ورځې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ د مبارکۍ پیغام

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده په کابل او پېښور کې افغان یو دی افغان ملي غورځنګ د وږې نهمه چې د (پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ) په نامه یادېږي، لر او بر پښتنو او بلوڅو ته د زړه له کومې مبارکي وايي. په ۱۳۲۸ کال کې په کابل کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لر او بر قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو استازو په کې ګډون کړی وو، د وږې نهمه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه. پخوا به د وږې نهمه په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته دغه ورځ له پامه ورغورځول شوه او په وروستیو څو کلونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یوازې د یوې تشریفاتي غونډې په بڼه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې له یوې خوا لر او بر پښتانه په لوی لاس افراطیت او جګړې ته هڅول کېږي او له بلې خوا یو شمېر مغرضو کړیو د دغه واحد قوم په جلا کولو پسې راخیستې ده، نو افغان حکومت باید د داسې ملي او تاریخي ورځو له نمانځنې څخه د لر او بر افغانانو په پیوستون او همغږۍ کې د یوه فرصت په توګه کار واخلي. پښتانه او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، ګډ دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري، د لر او بر دښمنان به هېڅکله ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته وروڼه قومونه سره جلا نه شي کړای. موږ د لر او بر پر ټولو ملتپالو سیاسي ګوندونو، مدني خوځښتونو او قومي مشرانو غږ کوو چې له روان کړکېچ څخه د پښتنو او بلوڅو د ژغورنې لپاره لاسونه سره یو کړي او د ګډ دښمن پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. په پای کې له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د نورو ملي او تاریخي ورڅو د نمانځنې ترڅنګ د وږې ۹ مه هم باید په ملي او دولتي پرتمینو مراسمو سره یوازې په کابل کې د قومونو او قبایلو وزارت په چوکاټ کې نه ، بلکې په ټول هېواد کې د دولت په کچه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي. افغان ملی غورځنګ مطبوعاتي څانګه د وږې ۹ مه، ۱۳۹۲
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery