مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-09   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اعلاميه

حبيب الله غمخور

سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۳ ز کال دسپتمبر ۹

همدا نن مو دډله ايزورسنيو له لاري  خبرترلاسه کړ چې نن دورځې دشمالي ټلوالي يوشمېر پلويانو پداسي حال کښي چې په وسلوهم سمبال وه دژوندون تلويزيون پر مقدس حريم دوسله وال تيری هوډلاره اوپدې موخه یې ددې ملي ډله ايزي رسنۍ پر تعمير دټولو کورنيو اونړيوالو اصولو اوپه هيوادکي نافذشووقوانينو پر خلاف وسله واله حمله کړې .
له نېکه مرغه ددې بې مسوليته جاهلانودبريدپه نتېجه کښي کوم چاته جدي زيان نه دی رسېدلی.
مگر پدې وحشيانه بريد سره دوي دخپل پخواني انسان دښمنه حرکتونو،چوراوچپاول خاطرې  دکابل ښاريانوپه مغزونوکي يوځل بياراژوندی کړې .
پدې باوريوچې خلکوبه له ځان سره داويلي وي که دې لنډغرواوددوی مشرانوته يوځل بيا سياسي واک پلاس  ورسی خداي خبرچې پدې ملک کښي به څه ونکړې!!!
موږ پداسي حال کښي چې دژوندون تلوېزيون پر حريم باند بريد په کله غندواودنفرت په سترگه ورته گورو ،داغير اخلاقی او وحشيانه عمل پر ډله ايزو رسنيو،دعقيدې اوبيان د ازاديوپر پاک حريم،پردموکراسی اوقانوني بنسټونو باندي بريداوپه سپکه سترگه کتل بولو .
دامنيتی اوعدلی ارگانونه جدی غوښتنه لرو، ترڅودامسله دقانون په رڼاکښي برسی اوعاملينوته یې کلکه جزاورکړه سي .
دهمدې اعلاميې په طرڅ کښي دشمالي ټلوالي دټول مشرتابه اوهغونه چې همدا نن یې دافغان دوستۍ ډبرې پر ټټر ټکولې اودوطن  دوستۍ تر دروغجنو شعارولاندي  یې خپلو سياسي حريفانوته اخطارونه ورکول دټولوافغانی نورمونو اونرخونوپر بنياد جدی غوښتنه کوو چې  بې له ځنډه دژوندون تلويزيون له مشرتابه اوکارمندانونه دخپلو بې مسوليته کسانو دغير انساني او افغاني اصولوخلاف کړې له کبله معذرت وغواړي .
دولتی اړونده ادارې مشرتابه اودداسي کسانوشاته ولاړ ځواک دې پدې پوه وې چې دداډول بې مسوليته اوافغان دښمنو کړنو تکرار به ناوړه پايلي ولري ،چې مسوليت به ئي دهغوپر غاړه کوم چې پدې ډول دځان اوخپلو ناوړه کړنودفاع اويوځل بيادوسلې په زور ځانونه په خلکو منی .
موږ يوځل بياخپله هراړخيزه ننگه اوملاتړ دژوندون تلوېزيون له مشرتابه اوټولو کارکونکواغلو اوښاغلو نه اعلانوو.
موږ دډله ايزورسنيوټولوکارکوونکو ته دا ډاد ورکووچې ددوي له قانونی حق نه به دتل پشان دفاع کوو اودهرتيری کونکې توره څيره به هيوادوالو اونړيوالوته رسواکوو .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery