مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-11   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني او روزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پېغام

سويډن -  دمالمو ښار
د۲۰۱۳ ز کال دسپتمبر۱۱
زموږ دوطن وياړلو شاه زلمو! نن دسپتامبر په يولسمه ،مو ستاسو دهغې فوټبال لوبې  ننداره کول کوم چې د نيپال پلازمېنه کتمندودښکلي ښار په سپورتی لوبغاړي  کې تاسو زموږ ددوست هيواد هندوستانو دفوټبال  له لوبغاړوسره درلوده .
موږ افغانانو په ټوله نړۍ کښي ددې لوبې هر شېبه څارل اودلېدولپاره زموږ زلمو يو اوبل ته تليفون کاوه  .
ستاسوددې لوبې په  هر شېبه کي موږ ستاسو گرانو زلمو سره ځان يوځاي باله ، موږ درسره يوځاي وو،موږ هر شېبه ستاسوخوښۍ او نا ارامۍ احساسولې .خودا تاسو واست چې دلوبی  په ډگرکښي مو بېله بريا ونه هيڅوک نه ليد اونه مودنورو داحساساتو په هکله فکر کاوه،چې دايوه طبعی خبره ده ،هرلوبغاړی بايد يوازي دخپلې برياپه هکله فکر وکړي  اوهغه داچې بايد برياترلاسه کړي . چې له نېکه مرغه دادۍ تاسو  دا بريامو ترلاسه کړه اونړۍ ته مو پدي برلاسۍ داپېغام ورساوه ،که  تاسو افغان شاه زلمی اوپه ځانگړې توگه  افغان ولس هوښيار اوملي گټوته په رښتيانۍ بڼه ژمن ، ماهراو مسلکی هوښيار لارښودولرئ  برياوي  هرو مروستاسو افغان زلمو او افغان ولس په نصيب دي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرو نې  مشرتابه  دافغانستان ټول جگړه ځپلي اودسياسي ماهرانو په لوموکي راښکيل ولس ته ددې څولسيزوپه درشل کښي دټولو ناکاميواوبرباديوسرۀ ، دجنوبی اسياپه فټبال لوبوکي ، دافغان زلمو دهڅو اوزيارله امله ددې سيمې دفوټبال دسياليو په نړيواله لوبه کي  دقهرمانۍ کپ تر لاسه کولو له امله تاسو ټولو زورېدلو اوکړېدلو هيوادوالوته دزړه له کومی مبارکي وايو .
دلوي څښتن له دربارنه هيله کوو چي يوه ورځ دا ولس دټولو نړی والو سياليو په  ډگرکي داډول تاريخي برياليتوب تر لاسه اوددې ورپېښ ناورين څخه نجات پيداکړي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگي اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery