دخپریدو نیټه : 2013-10-07 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د افغانستان په هکله په واشنګټن کي د نږدې تیري غونډي پرېکړه لیک
حیات پیاوړی
په افغانستان کې د رښتنې سولی، ملی يووالی اوعادلانه انتخاباتو د منځ ته راتګ په خاطر د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په شلمه نيټه د امريکا د متحده ايالاتو په کانګرس کې د افغانستان د ازادی ملی يووالی او خپلواک افغانستان ملی حرکتونو په بلنه يو سمپوزیم يا ناسته جوړه شوې وه.
په ناسته کې د يادو غورځنګونو تر څنګ د هيواد د ملی سياسی حلقو ځينی مشرانو، ټولنيزو شخصيتونو، سياسی څهرو د امريکا د کانګرس ځينو غړو او د نورو دولتی ادارو چارو واکو ګډون کړی ؤ.
د غونډې په درويشتو ويناوالو کې اتلس افغانان دوه سناتوران او د دريو اړوندو ادارو استازي شامل ؤ
د غونډی برخه والو د خبرو او خپل منځي مشورو څخه وروسته اوسنیو سياسی امنيتی حالاتو ته په پام د افغان کشالی د حل لپاره په لاندينۍ پریکړه ليک يو شان نظر څرګند کړ.
۱ـ سوله، امن او ملی يووالی د افغانستان د خلکو بنسټيزی اړتياوې دي.
۲ـ د هيواد په روانو سیاسی امنيتی حالاتو کې عادلانه انتخابات ناشوني دي.
۳ـ د پخوانيو ترخو تجربو له مخې فرمایشي او نمايشي انتخابات نه يواځې سوله نشی را وستلی بلکې د مخکې په څير د راتلونکو ټاکنو مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
۴-ـ د افغانستان په اوسنی وضعه او جنګی حالت کې انتخابات تش په تشه یو شعار يا د انتخاباتو پيښې او نمايش دی.
۵ـ د افغان ولس لومړنی اړتيا د جګړی ختميدل او د سولې راتلل دي.
دغه هدف ته د رسيدو لپاره د ټولنی اکثریت وګړو په اراده د ولاړ نظام او د جګړی د دوه مخامخ اړخونو د روغی جوړی څخه پرته بله لاره ستوغه او ناشونی ده.
۶ـ د روان سياسی امنيتي بحران د پای او ډاډمن امن ثبات ته د رسيدو ښه وسيله د انتقالی دورې او مؤقت مشرتوب منځ ته راتګ دی.
۷ـ د دری څلورو کلونو لپاره د داسې مؤقتې انتقالي ادارې جوړيدل چې غړی يي د جګړی د متخاصمو اړخونو پر ځای ملي بی پری تکنوکرات او ايماندار افغانان وي د اوس وخت سياسی او ملي اړتيا ده.
۸ـ افغانستان او نوره نړی کې ميشتو افغانانو ته د مؤقت انتقالی حکومت مفکوره تر ډیره کچه د پام وړ ګرځيدلی زمونږ ځوان نسل، عام ولس، یو څه لوستو افغانانو، استادانو، فرهنګی اجتماعی کړيو او د جنګ، فساد ضد هيوادوالو يي کلک ملاتړ کړی.
۹ـ د افغانانو د اتحاد او هيواد کې د نوموړی مفکوری د پراختيا لپاره يوې سياسی کميټی ته اړتيا ده تر څو د یوې جبهی د جوړښت او عملی کار په وسيله په افغانستان يا بهر کې هماغه افغانی جرګه جوړه شی چی د افغانستان د ننيو واقعیتونو پر ژوره پيژندنه د انتقالي دورې د منځ ته راتګ تصميم ونيسی.
۱۰ـ د مستقلې ملې جبهې د ترکيب په اساس د انتقالي ادارې لومړنی ګام به په ټول هيواد کې د سمدستی اور بند او جنګ بندی منځ ته راوړل وي
۱۱ ـ د مؤقتی حکومت کاري موده، دندی او صلاحيتونه د ملی جرګی په وسيله تثبتيږی.
۱۲ـ د مؤقت حکومت مشر نه شی کولی چی په مؤقتی انتقالی دوره پسی لومړنيو ټاکنو کې ځان نوماند کړی.
۱۳ـ په انتقالي دوره کې د پارلمان او قضائیه قوې صلاحيتونه همدغه سرپرست حکومت ته انتقاليږی.
۱۴ـ د مؤقتی انتقالی حکومت د بري لپاره د نړيوالې ټولنې په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالاتو کومکونه ځانګړې اړتيا ده. دغه کار ته شرایط برابرول د حکومت لومړنی دنده ګڼل کيږی.
۱۵ـ د ملګرو ملتو د مؤسسې او د اسلامي هيوادو له ټولنې څخه غوښتنه کيږي چی دا مرحله وڅاري او په عملي اړخ کې يې ونډه واخلي.
۱۶ـ د مؤقت انتقالی حکومت د واکمنۍ په موده کې به د هيواد امنيتي چارې د افغاني امنيتي قواو پرغاړه وي. خو په ځانګړو حالاتو او معلومو ناکراره برخو کې به مؤقت حکومت د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو څخه مرسته غواړی چی دا کومک د ملګرو ملتونو او مؤقت حکومت تر منځ د ځانګړي تړون پر اساس عملي بڼه غوره کوي.
و من الله توفيق
د ۲۰۱۳ د سپتمبر ۲۰