مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنېکمرغه لوی اختر په مناسبت دزابلي ژورنالستانو پیغام

 

دراتلونکي نېکمرغه لوی اختر په مناسبت دزابل مېشت ټول خبریالان دنړۍ ټولو مسلمانانو حجاجو اوپه ځانګړي ډول ټولو افغانانو ته دنېکمرغه لوی اختر مبارکي وایې او هیله مندي ښیې چې هره شېبه موخوشحاله اواخترېزه فضا مو دخوشحالۍ څخه ډکه وي زموږ دهیواد ځورېدلو بچیو زیات تیرسوي اخترونه په اوښکو اوغمونو سره لمانځلي دي اوددې خاوري هرځای اوهره کورنۍ په غمونو اخته ده دنوري جنتي نړۍ مسلمانان اخترونه په زیاتي خوشحالۍ اوښو هوسونو سره لمانځي خو زموږ ددوزخي وطن هر دوزخي اوسېدونکی څه دپاسه ۳۰ لوی اخترونه په غم ویرونو اودبچیو وروڼو اوخویندو په غمونو سره لمانځي موږ هیله لرو چې دا اختر مو وروستی داسي لوی اختر وي چې په هېواد کي لا نا امني ده زابل میشتي ټول ژورنالستان دافغانستان په جګړه کي دبهرنیو اوکورنیو ښکېلو غاړو څخه غواړي چې دنېکمرغه لوی اختر دورځو په احترام سره جګړې ته دپای ټکی کښېږدي اوځوریدلي افغانان پرېږدي ترڅو دایوڅو ورخي په خوشحالۍ سره ولمانځي په جګړه کي ښکیلي غاړي باید دلوی اختر دورځو داحترام په خاطر په هیواد کي ددایمي سولي اوثبات لپاره واقعي ګام اوچت کړي

پدرنښت دزابل دژورنالستانو ددفاع ټولني مشر روزي زابلی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery