مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوی اختر په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

فاروق وردګ

22 تله 1392


تر هر څه د مخه درنو او متدینو هیوادوالو، د پوهنې مینه والو، درنو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته د لوی اختر او ستر الهي جشن په ویاړمن مناسبت مبارکي وایم او هیله من یم چې له خپلو درنو کورنیو سره یو ځای د لوی اختر شیبې د خوشحالۍ، امن، سولې او سکون په فضا کې تېرې کړئ.

لوی اختر د مسلمانانو یو ستر دیني، ټولنیز او کلتوري جشن دی چې لایزال خدای (ج) د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې د نړۍ پر مومنو پرګنو لورولی او په کال کې یو ځل د مسلمانانو د خوښیو د کور په ښایستونو مېلمه کېږي.

د دې ستر الهي مناسبت په ویاړ د لوی الله (ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسو عبادتونه، قربانۍ او دعاوې په خپل مهربانه دربار کې قبولې کړي او حجاجو ته چې د مبارکې کعبې شریفې د حج د فریضې د اداکولو او حرمینو شریفینو د لیدلو فرصت په برخه شوی دی، هیله من یم چې د دوی ټولو حج قبول او په سلامتۍ سره بېرته خپلو کورونو او مېنو ته راستانه شي.

د لوی اختر فلسفه د سترو الهي حکمتونو او قربانیو څخه ډکه ده او مسلمانانو ته د قربانۍ داسې عظیم مثال ور په یاد وي چې ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسماعیل علیه السلام د ستر پروردګار (ج) په امر د قربانۍ ډګر ته حاضر کړ، مومن انسانان په دې ستره قربانۍ ویاړي او هغه د بشر په تاریخ کې د ایثار یو بې ساری مثال ګڼي.

پر همدې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو مسلمانان له ابراهیمي سنت څخه په پيروۍ د اختر لمونځ ادا کوي، د څارویو قرباني کوي، حاجیان د حج مناسک ادا کوي او ټول مومنان دغه ستر یاد د اختر په ځانګړو خوښیو سره نمانځي.

د دې عظیمې قربانۍ مانا دا ده، چې موږ له خپل اسلامي امت، هېواد، خلکو او بې وزله هېوادوالو سره د مرستې په ډګر کې د ایثار، همکارۍ او مرستې داسې مثالونه قایم کړو چې د یوه ښه مومن په توګه د خدای (ج) په دربار کې ثبت او زموږ د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو سبب و ګرځي.

له فرصت څخه په استفادې سره غواړم د دې خبرې یادونه وکړم چې د افغانستان د پوهنې د نظام د عمومي زده کړو په برخه کې تعلیمي کال د پای شپو ورځو ته ور لنډ شوی او د سړو سیمو کلنۍ آزموینې را نږدې شوې دي. هیله من یم چې د لوی اختر په مبارکو ورځو کې به زموږ ګران زده کوونکي د خپلو خپلوانو، دوستانو او ملګرو د لیدلو تر څنګ د دې فرصت و مومي چې خپلو درسونو ته هم یو څه وخت ځانګړی کړي، خپل درسونه تکرار او کلنیو آزموینو ته په پياوړې اراده ښه چمتوالی و نیسي.

یو ځل بیا تاسو ټولو ته د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) له عظیم دربار څخه د هیواد فرد، فرد ته د تلپاتې سولې، خوښۍ، سعادت، رفاه او نیکمرغۍ غوښتونکی یم. لوی اختر مو مبارک شه.


 په درنښت


د پوهنې وزیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery