د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت په هيواد کې د ننه او له هېواده بهر ټولو هيوادوالو، کړېدلي او ځورېدلي ملت او دنړې ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي د نیکمرغه لوی اختر مبارکي او د نيکو هيلو مراتب وړاندي کوم، د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من يم چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې شېبې مو د امن او خوښۍ په فضا کې تیرې کړي. لوی څښتن (ج) دې د ټولو مسلمانانو لمونځونه او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او منظور کړي. دالله (ج) له دربار څخه غواړم چې دټولو هيوادوالو په ټندو اوشونډو د اختر د خوشالۍ موسکا خوره وي . لوى څښتن (ج) دې د دغې ورځې په برکت د ټولو افغانانو تر منځ ملي يووالی ټينګ او دا بختورې ورځې دې د افغانستان د ټولو ولسونو لپاره د سولې او يووالي پيلامه لرونکي ورځې وګرځوې.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور.
په درنښت
کابل - افغانستان