مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نېکمرغه لوى اخترد رارسېدو په مناسبت د مباركۍپيغام

 

د اختر د رارسيدو په مناسبت د  ټول مسلمان امت، افغان مسلمان ملت او مسلمان  ولس ته د زړه له تله مبارکۍ وړاندې كوو، لوى څښتن تعالى دې بيت الله شريف ته د تلليو ټولو مسلمانانو حجونه او دعاګانې قبولې كړي، او الله ج دې موږ ټولو ته لوى آجرونه اوثوابونه په برخه کړي.
ګرانو هيواد والو:
راځئ چې په اسلامي اوملي مسووليت سره د روانو بدمرغيو او بې عدالتيوپه مخنيوي کې سره يوه خوله  شو او د اداري فساد، كليوالي شخړو او ناروا کړنو پرضد د قلم او مايكروفون له لارې مبارزه وکړو او خپل ځان او ولس وساتو او د يو پاک، بااحساسه، مسوول، سرلوړي او ځيرک ولس په توګه ژوند وکړو، او د اسلام په اصولو كې د خپلې ځلانده او نيکمرغه راتلونکې په روښانه لار روان شوو.
په اخر كې: خپل شريف او متدين ولس ته  د  زړه له کومې د لوى اخترمبارکۍ وړاندې کوو، او له لوى خداى څخه غواړو چې دغه اختر زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې دامن، ثبات، پرمختګ، اسلامي ورورولى، ملي يووالي او د هېواد جوړونې پيل شي او خداى(ج) دې وکړي چې دا اختر په ټوله اسلامي نړۍ کې په خوښۍ او خوشالۍ سره تېر شي.
په درناوي
محمدرسول عادل
د خوست ميډياسنټرمشر.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery