مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

الحاج غرزي خواخوږی

 

۲۲/۷/١٣٩۲ – ۱۴/۱۰/٢٠١۳

تر هر څه د مخه خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړو لخوا د ١٤۳۴ ق کال د لوي اختر د راسيدلو په مناسبت مبارکي او نيکي هيلي د نړي ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان زوريدلي، کړيدلي اومظلوم خلګو ته وړاندي کوم.
د لوي خداي (ج) د دربار څخه ټولو مسلمانانو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر غواړم.
لوي اختر چې مسلمه امت ته د خداي (ج) و دربار ته د حضرت ابراهيم (ع) د اطاعت او د حضرت اسماعيل (ع) د ځان تيريدني يو لوي درس دي، بايد هرمسلمان په ووياړي او عمل په وکړي.
درنو هېوادوالو!
زموږ په هېواد کې د دري لسيزو ناخوالواو جګړو له عمله هره ورځ په لسګونو مظلوم او بي وسه افغانان د جګړي قرباني کيږي، خويندي او ميندي مو بوري او کونډي کيږي چې د اختر مبارکی ورځي په اکثرو کورونو کې د غم او ماتم ټغر خپور کړي، ځکه نو جګړه د افغانانو د پاره د حل لاره نده.
راځي چې د پخلايني او سولي د ټينګښت دپاره يو موټي سو او د مذاکراتو، جرګو او لوي جرګي د طريقه ملی پریکړی او د هميشني سولي دپاره هلي ځلي وکړو تر څو چې د جنګ، جګړي او ولسي قرباني کمبله زموږ د ګران او   وياړلي هېواد افغانستان څخه د هميش دپاره ټوله سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

اختر مو بختور

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery