دخپریدو نیټه : 2013-10-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دلوی اختردمبارکۍپيغام!!
د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې مشرتابه او ټول غړي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه د کور دننه او دباندې ژوند کوي د زړه له تله مبارکي وايي خالق تعالی ج دې وکړي ،چې شونډې مو د خندا غوټۍ سپړلې وي او پر اننګو مو دشفق سورخي خوره وي.
درنوهيواد والو لوی اخترپه اسلام کې د مسلمانانو لپاره ځانګړې او تاريخي ورځ ده ،چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان د عبادت ترڅنګ ځانکړي سيمه ايز دودونه لمانځي او د الله ج د رضا لپاره قربانۍ کوي، ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې د مينې، ورور ولۍ او د زړونو د يوځای والي لامل کيږي او ټول مسلمانان خپلو وروڼو ته يو بل سره د غاړې غړۍ په ورکولو خدای ج ته لاسونه لپه کوي او مسلمان امت ته د خير او ښيګڼې غوښتنه کوي او شتمن خلک له بې وزلو سره مرسته کوي .
زړه ته راتېرو هيواد والو د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې د څو کلونو په موده کې د بيان د ازادۍ د ګټلو،د سولې او ملي يووالي د ټينګښت، دخپل هيواد د دود او کلتور او همدا ډول د خپل هيواد د ادبياتو په غني کولو کې د ژوند په لويه سحرا کې نه ستړې کيدونکي مزلونه کړي دي او په دې لاره کې به د تېر په شان هيڅکله هم د ستړيا احساس و نه کړي او په دې سپيڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومي.
د يادې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې د ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو په درناوي له افغانستان د جنګ اوجګړې ټغر ټول کړي او افغان ولس ته د يوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي،په پای کې بياهم ټولو هيوادوالو ته د نيک مرغه لوی اخترمبارکي اود لوی خدای ج څخه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د سرلوړۍ غوښتنه کوي.
په درناوي او مينه
د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې اداره