مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستيو اقداماتو په اړه؛ د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه

باسمه تعالی


په دې کې شک نشته چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د ګران هېواد له برخلیک سره نیغ تړاو لري، که دغه پروسه شفافه، له درغلیو پاکه او د ولس له ارمانونو سره سمه ترسره شوه؛ نو د هېواد راتلونکې به مو ښېرازه او تر ډېره حده له ګواښونو او سیاسي انتشار څخه خوندي کړي؛ خو که خدای مه کړه د ټولټاکنو پروسه ګډوډ او بدنامه شوه هېواد به مو د بحران یوې بلې څپې ته ورټېل وهي چې پایلې به یې بیا ډېرې خطرناکې وي.
ځکه خو د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د هېواد د سلګونو مدني بنسټونو په استازېتوب:
1. پر حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د شکایاتو د کمېسیون په چارواکو غږ کوي چې له خپلو ژمنو او دندو سره سم په دې برخه کې خپل دروند مسوولیت احساس او تر سره  کړي.
2. په ټاکنو کې د هر نوع دولتي امکاناتو او نفوذ د غیر قانوني استعمال څخه په کلکه مخنیوی وکړي.
3. د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په خپلو اقداماتو کې شفافیت په پام کې ونیسي، له  داسې اقداماتو دې ډډه وکړي چې بدګومانیو او لانجو ته زمینه برابروي.
4. د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز له اړوند کمېسیونونو څخه په کلکه غواړي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کومو نوماندانو نومونه له نوملړ څخه اېستل کېږي باید دلایل یې د مستندو شواهدو په اساس  له نوماندانو او رسنیو او مدني ټولنې سره شریک کړي. همدغسې باید د دوی اجراآت د ټولو نوماندانو په اړه یو ډول او عادلانه وي.
5. مرکز له هغو نوماندانو څخه چې نومونه یې د نوماندانو له نوملړ څخه اېستل شوی او یا اېستل کېږي غواړي چې له اصولي لارو خپل قناعت حاصل کړي او د وخت له غوښتنو سره سم مناسبې لارې خپلې کړي.
6. حکومت او اړوندو چارواکو ته مو په زغرده دا مشوره ده چې د مدني ټولنې هغو بنسټونو ته چې د ولس د ارزښتونو مدافع دي د لاشفافیت لپاره د انتخاباتو د پروسې د څارنې مناسبه زمینه برابره کړي.
د مدني ټولنې همغږۍ مرکز به انشاءالله د ملي ګټو په رڼا کې د انتخاباتو د پروسې د شفافیت په باوري کولو کې خپل رول ادا کوي.
په درنښت
د مدني ټولنې همغږۍ مرکز اجرائیه شورا
کابل ــــــــ افغانستان
                                                         ۱۳۹۲ – لړم – ۶     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery