مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنه د مرمرو پر قاچاق نیوکه کوي

پاکستان له تيرو څو کالو راهيسي دافغانستان د مرمرډبره(سنګ مرمر) لا اوس هم په غيري قانوني توګه وړي .
((په تيرو دريو مياشتوکي ترڅه کم ۲۰۰۰ زره ټنه دمرمرډبره وړل سوې ده ))
په هلمند کي دحجارۍ او نجارۍ فابريکې هغه معلومات چي څو مياشتي وړاندي يې رسنيو ته ورکړي وه دقیق ، موثق او په حقايقو ولاړ نه وه ، دوۍ  ويلي وه چي هلمند کي اوس د مرمرډبره ګاونډي هيوادونه نه وړي ، د مدني ټولني د معلوماتو او دقيقو څيړنو پراساس دا وښووله چي له تيرو څو کالو راهيسي لا اوس هم د مرمرډبره ګاونډي هيوادونه پخپل سروړي او دا کاريې لاتراوسه ندی درولی چي دحجاري نجاري دغه معلومات بي بنسټه وه .
مرمرډبره که چيري ګاونډي هيوادونه پخپل سرهمداسي يوسي نو ښايي دافغانستان اقتصاد ته کلکه ضربه ورکړي او دا کاربه دافغانستان پراقتصاد سربيره د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابريکې محصولاتو هم په ټپه وه دره وي .
دولتي چارواکودمرمر ډبري د غيري قانوني وړولو په هکله چوپ پاته سوي او تردې دمه يې پدې اړه له تيرو څو کالو راهيسي هيڅ ندي کړي .
دهلمندمدني ټولنه له ولايتي چارواکو او مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چي د سرحد په تړلو کي دي جدي پاملرنه وکړي ترڅو دافغانستان زيرمي د پرديو تربريد لاندي رانسي او دخپل سري وړني مخه يې ونيول سي .
هلمند مدني ټولنه پدې اړه کره شواهد په لاس لري  او ترډيره کولای سي دغه اسناد له افغان دولت سربيره له نړيوالو ځواکونو سره شريک کړي ترڅو دافغانستان  او هلمند ولايت زيرمي  له خطرڅخه وژغورل سي .
په تيره دريو مياشتو کي پاکستان تر۳۰۰زيات ۶۰ ټنه باروړونکي موټرافغانستان ته را  اړولي او دهلمند له مرمرو ډبروکان څخه يې ډبري وړي او داکارلا اوس هم جريان لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery