مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دملی یووالي ګوند د ملاتړ غږ!!!

مصطفی امن


 

دیندارو اوپه وطن میینو هیوادوالو سلامونه ،نیکی هیلی او پیرزوینی می ومنۍ.
ګران په وطن مین ، باشهامته او شهیدپروراولسه تاسی ته معلومه ده چی پدی وروستیو وختونو کی چی له یوی خوا نه د ټولټاکنو وخت رانژدی شوی دی او له بلی خوا نه خارجی قواو ته په ګران هیواد کی د پاتی کیدو بله پلمه نده پاتی نو غواړی د خپلی ناکامۍ غچ زمونږ د یو موټي ملت څخه د دوي پواسطه له پخوا طرحه شوي (ب) پلان د عملي کوولو په مټ واخلي. په دی پلان سره غواړی چی د څو داخلي تالی څټو، مزدورو ، بی ضمیرو او خرڅ شوو لنډغرو چی جنګ یی مسلک ، عایداتي منبع ، او د پردیو غوړمالي یی د وجود په جینونو کی ازلي پرته ده ، پواسطه زمونږ د ورونو ملتونو تر منځ د بی اتفاقۍ، نفرت ، کدورت اور بل او دوی یو د بل سره په خپلمنځي شخړو کی داسی واچوی چی له یوی خوا نه پری د خپل او سنی موجودیت اسباب توجیع کړي اوله بلی خوا نه پری د خپلی زهرجنی وړاندوینی لپاره ثبوت پیدا کړي.
له همدی کبله غواړم د وخت د حساسیت په درک کولو سره د یو مسلمان ، یو افغان او ددی هیواد د یو دردمن بچی په حیث خپل جنګځپلي ملت ته ورسوم چی د استعمارګرو ددغه پلان په مقابل کی چی( تفرقه واچوه او حکومت وکړه ) یو موټی او یو لاس اووسي. او خپلی ټولی ستونځی د خپلمنځی پوهاوی او خبرو اترو له لاری حل کړي.ځکه چی افغانستان د پراخو پرګنو کور ؤ ،دی او وي به.
که چیری مونږ همدغه یرغلګر او ګاونډي ملکونه چی نن زمونږ په هیواد کی ، ژبنیو، مذهبي، اتنیتیکی او سیمه ایزو تفرقو ته لمن وهي او همدارنګه ځان دوه اتشه دموکراتان ، متمدنه او په اصطلا ح د لږکیو د حقوقو مدافعان ګڼي وپوښتو چی ددوی په ملکونو کی ژبني او اتنیتیکي مسایل څنګه حل شوي دی؟ نو دا به راته جوته شي چی هلته هم د اکثریت اصل په نظر کی نیول شوی دی ، د ډیرکیو ژبه ملی او رسمي ژبه ده او ملت یی هم په همدغه نوم یادیږي.اروپایی هیوادونو همدغه تاریخی پروسه یو څو لسیزی وړاندی تیره کړی ده ، یا یی خپل لږکی په ځان کی حل(اینتیګریشن) کړي دی او یا یی پکی په یو ډول سره د ځان غوښتنی روحیه له منځه وړی ده ، ځینو هیوادونو کی بیا د یوی موافقی له مخی د ملت اکثریت ته د احترام سرونه ټیټ شوی دی او پردیو ته یی د خپل هیواد د داسی حساسو مسایلو د حل په چارو کی د لاسوهنی اجازه نه ده ورکړی.
که چیری خپل ګاونډی ایران ته سر ورښکاره کړو نو حال یی د لیدلو نه دی. فارسیان پکی ۲۰٪ایله جوړوي او پاتی قومونه پکی : بلوڅ ، ارمن، عرب، ترک ، اذری او داسی نور دي. خو رسمي او ملي ژبه یی فارسي او ملت یی هم ایراني دی او که هرڅوک د یو قوم ، مذهب یا نژاد په نوم سر راپورته کړي نو په ډیره بی رحمۍ یی د پانسۍ میز له پښو ځینی ټیلوهي.
په ګاوندی پاکستان کی هم حالت په همدغه پیمانه دی . نو افغانان باید په دی پوه شی او یو څو ایرانپالو ،پنجابپالو، جنګی سپیو او سیاسي فاحشو ته اجازه ور نه کړی چی د افغانستان راتلونکی د خارجی بادارانو په اشاره له خطر سره مخامخ کړي او زمونږ د دردیدلی او جنګځپلی ملت په پرهرونو مالګي ودوړوي. دوستانو تاسی به د ایراني پاسدارانو او پولیسو ناوړه چلند د افغان مهاجرو په وړاندی د عامه رسنیو له لاری لیدلی وی، چی په هیڅ سر د نړۍ کی داسی غیر انساني چلند د یو ګاونډی له خوا اوهغه هم چی ځان ته مسلمان او بیا همژبی او هم مذهب وایی توقع نه شي کیدای .که تاسی او یا هم ستاسی دوستانو په خارج اوپه خاصه توګه په ایران کی وخت تیر کړی وي نو د ځان او افغان په ارزش او قیمت پوهیږي او هیڅکله به هم د افغان له سپیڅلي نومه په هیڅ قیمت وانه وړي .
درنو او عزتمنو هیوادوالو.
دادی له همدی لیکنی په مټ د ژوندون ټلویزون چی د افغاني کلتور ، ژبی، فرهنګ ، سقافت او په ټو له کی دانسانیت، اسلامیت او افغاني کړو وړو رښتینی هینداره او د ټولنیزو رسنیو په منځ کی د افغانستان د نافذو قوانینو په رڼا کی ملی ارزښتونو ، ملي هویت او ملي یووالي ته ژمنی خپرونی لري.او د ټولو افغانانو د غږ پورته کوونکی ټلویزون دی . په ناروی هیواد کی د ملي یووالي ګوند په استازیتوب او همدارنګه د خپل ځان له خوا د نورو مدنی ټولنو ، سیاسي نهادونو، عام اولس او په بهر کی د میشتو افغانانو تر څنګ د نوموړی ټلویزون په خپرونو باندی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا دتبعیض نه ډک وړاندیز او د لوی څارنوالۍ کاواکه او ناسنجیده د ځنډ او بندیز پریکړه په کلکه غندو او له زمامدارانو څخه غوښتنه کوو چی خپله له حساسیت نه ډکه او پارونکی پریکړه ژر تر ژره بیرته واخلي. د دغه یو اړخیزه پریکړی د دوام په صورت کی به د ملی یووالی ګوند د خپل ملت په څنګ کی ودریږی او د پایلو مسٔولیت به یی د اوسنی حکومت د اړومنده زمامدارانو په غاړه وي.
ومن الله توفیق
 اوسلو /ناروی د ملی یووالی ګوند د مشرتابه هیٔت
 ۱۱.۱۲.۲۰۱۳

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery