د یو زرو یوې شپې نکلونه څه وايي؟
د یو زرو یوې شپې نکلونه د بشري ژوندانه بنسټیز اړخونه لکه مینه، خوشالي، برخلیک یا تقدیر، ژوند، مرگ او ابدیت په داسې یو په بل کې پییل شویو نکلونو کې رانغاړي چې په یوه پراخ جغرافیوي چاپیریال کې فرهنگي او ژبنۍ پولې ماتوي. یو زرو یوه شپه د معنوي ژوند یو شمیر ډډې رانغاړي او په څرگنده وايي چې په داسې یوې نړۍ کې څنگه ژوند وکړو چې په هغې کې ښه او بد دواړه له یو بل گډ شوي دي، دلته د ښو او بدو کرکترونو استازیتوب کودگرې ښځې او نارینه ، ښه او بد دیوان، خاﺌـین، ظالم او مهربان واکمن په داسې یوې پييل شوې داستاني ژبې کوي چې لوستونکی او اوریدونکی د حقیقي او خیالي نړۍ تر پولې پورې رسوي او د نکل اغیزمنتوب د همداسې نړېو په داستاني انځور کې دی چې اوریدونکې یا لوستونکی کرار کرار له ځان سره اخلي او د خیالاتو او توهماتو هماغې پیچلي نړۍ ته یې بیايي چې له راوي یې اوري. همدا شان د یو زرو یوې شپې نکلونه د انساني غریزې د مینې هغه اړخونه رانغاړي چې هیڅ انسان ورڅخه تېښته نه لري او هم د معنوي فضیلت ډډې په خپلو نکلونو کې بیانوي. د نکلونو په بنسټیزې باندنۍ اډانې کې شهرزادۍ ده چې د عدالت، جنسي ځواک او بخښنې په استازیتوب راپورته شوې، حتمي مرگ پرځان مني او د نکل ویلو د هنري وړتیا په لرلو د شهریار پر مرگونې لوبې بریمنـﯦـږي. همدغه اړخ د بیلابیلو نکلونو خټه او تومنه جوړوي. سره له دې چې د یو زرو یوې شپې نکلونه د ژوندانه ډیرۍ برخې په داستاني ژبې رانغاړي خو د نکلونو بنسټـیـزه تومنه په ټولو نکلونو کې د انساني ځواک پر شپول راڅرخي. په نکلونو کې د سلاطینو مطلقه ځواک په ښه ډول ښودل شوی دی او په ډيریو نکلونو کې د همداسي مطلقه ځواک داستاني انځور راڅرگند شوی دی. د نکلونو بله په زړه پورې برخه ښځینه ځواک دی - او ډیرۍ یې د مینځو او کنیزو په انځورونو کې ښودل شوي او هغو نارینوو ته باید غاړه کښـﯦـږدي چې ددوی څښتنولۍ په غاړه لري خو له دې سره سره بیا هم همدغه مینځې او کنیزانې دومره ځواکمنې دي چې د ژوندانه په ډیریو ناخوالو باندې په آسانۍ بریـالۍ کـﯦـږي؛ د ښځو بله بنسټیزه ونډه د شعر ویلو، رباب وهلو او سندرو په ځواک کې ده چې له شاه او امیره نیولې تر گدا پورې ورته گوته په غاښ کـﯦـږي. د نکلونو بل په زړه پورې اړخ عدالت او بخښنه ده او په ډیریو نکلونو کې هر نکل په دې پیام پای ته رسیږي چې ښه والی هرو مرو پر بدیو باندې برلاسیږي. او په خپله د نکلونو د راوي یعنی شهرزادۍ ونډه ده چې په پای کې د شهریار پر جبر بریـالۍ کـﯦـږي او نه یوازې ځان بلکه ډیرې نورې پیغلې نجونې د هغه له شرارته ژغوري او په پای کې په خپله شهریار ښودل کـﯦـږي چې په خپل ټول ځواکمنتوب دې ته اړ کـﯦـږي چې عدالت، انسانیت او بخښنې ته غاړه کښـﯦـږدي. په حقیقت کې د یو زرو یوې شپې بنسټیز پیام د عدالت لپاره هلې ځلې دي خو په داسې یو انځور کې چې عدالت ته رسـﯦـدل د مینې او منطق په وسلې تر سره کـﯦـږي نه د جبر او جنگ له لارې.
د یو زرو یوې شپې نکلونه د پرله پسې او له یو بل سره د تړلو نکلونو په منځ کې د بل نکل جوړښت لري. د نکلونو اوږدوالی له یوه نکله تر بله توپير لري، ځینې یې څه نا څه اوږده او ځینې ﺌـې زښت ډیر لنډ دي او کله ناکله په نکلونو کې یوه ټوکه هم د نکل په بڼې راغلې ده
له نیستۍ تر شتمنۍ :
د یو زور یوې شپې نکلونه هغه نکلونه وړاندې کوي چې ډيري یې له یوه بې وزلۍ سړي څخه لوی شتمن جوړوي، د بې وزلې له کندې څخه یې لاس نیسي د ښـﯦـرازۍ او سمسورۍ تر پولو یې رسوي. دغه ځانگړتیا د نورو کیسو په منځ کې د علاالدین او د علاالدین په لمپې، د علي بابا او د څلویښتو غلو، د سند باد او د هغه په اوو سمندري سفرونو کې، د یحیی بن خالد البرمکي او د غریب سړي په نکل، د مځکني عبدالله او دریابي عبدالله په نکل او د موچي معروف په نکل کې په څرگند ډول په سترگو کـﯦـږي. په هر یوه دغو نکلونو کې د نکل د مرکزي کرکتر له لږ او لنډکۍ شرحې وروسته مرکزي کرکتر د بخت او اقبال په ملگرتیا د خپلو هڅو له مخې په ټولنې کې سر راپورته کوي او د سلیمان ع د گوتې، د پیریانو او دیوانو، کوډو او نورو له لارې ځان د مقصود ساحل ته رسوي. ډیري داسې کرکترونه له ښه بخت او اقباله برخمن دي خو د بریا تر پولو پورې د رسـﯦـدا لپاره دې ته اړ دی چې د بخت د ترلاسه کولو په لارې کې ځان اور او اوبو ته واچوي. ښه بېلگه یې د ټول نکل وروستۍ برخه یعنې د موچي معروف نکل دی چې د خپلې شریري ښځې فاطمې د شرارت او د هغې د مادي غوښتنو له اسیته ښار پرېږدي چې دی یې په خپل ټول وس د بشپړولو توان نه لري او اړ کـﯦـږي چې له ښاره په سارا و تښتي. په سارا کې په یوې کنډوالې کې پناه اخلي او هلته خدای ته دعا کوي او یو ناڅاپه څوک پیدا کیږي او ورته وايي چې څه وکړم، موچي ورته وایی یو بل ښار ته مې بوزه. دی بل ښار ته راوستل کـﯦـږي او هلته د خپل ماشومتوب ملگری مومي چې د همدغه ښار لوی سوداگر دی. لنډه دا چې موچي د ښار سوداگر ان د ښار تر پاچا پورې په دې منتظروي چې گڼې نن سبا یې مالونه رارسیږي او ځان دومره غټ سوداگر ورپیژني چې د څو څو شاهانو خزانې دده شتمنۍ ته هیڅ دي خو دی په لاس کې هیڅ نه لري. د پاچا له لور سره د واده په څوومه شپه له ښاره وځي او له څو ورځو مزل وروسته وږی تږی کـﯦـږي او یوې کروندې ته ځي چې یو بوډا کروندگر په کښې کار کوي او ورڅخه اوبه او ډوډۍ غواړي. کروندگر ښار ته ځي چې ده ته ډوډۍ راوړي او موچي د کروندگر پر ځای دده مځکه قلبه کوي چې ناڅاپه د کروندې په منځ کې له یوې ډبرې سره مخامخ کـﯦـږي، ډبره راپورته کوي او کښته ځي. وروسته له سترې خزانې سره مخامخ کـﯦـږي او په خزانې کې یوه گوتمۍ ده دا گوتمۍ په لاسوي چې ناڅاپه یو دیو را پیدا کـﯦـږي او ورته وايي چې ته اوس ددې گوتمۍ څښتن سوې او دا د عاد خزانه ده او زه ستا مریی یم. په دې توگې موچي د دیوانو په مرستې لومړی بې شمیره سوداگریز توکي برابروي او بیا خزانه او توکي دواړه هماغه ښار ته وړي او ټول هک پک کوي.
بخت او ښې طالع
د نکلونو له ډیریو کرکترونو سره ناڅاپه بخت او طالع دواړه ملگري دي او همدا بخت او طالع دي چې دوی د مادي ژوندانه د بریا تر پولو رسوي. ښه بـﯦـلگه یې همدا د موچي نکل دی چې ناڅاپه الهامي مرسته ورسره کـﯦـږي او بیا د عاد پر پانگې او د هغه په گوتمۍ برابریږي او دیوان یې مرستې ته وردانگي. یا د سند باد د اوو له ماجراوو ډک د نه منلو سمندري سوادگریز سفرونه دي چې په هر سفر کې یې کښتۍ دړې وړې کـﯦـږي او دی په خپله په خطرناکو ټاپوگانو پـيـښـﯦـږي خو بخت او طالع دواړه ورسره ملگري دي او دومره پانگه یې لاس ته ورځي چې شمـﯦـر یې نا څرگند دی. او یا د علي بابا او څلویښتو غلو نکل دی چې یوې سمڅې ته رسـﯦـږي، په دې سمڅې کې لويه پانگه پرته ده غله دا پانگه نه سي ترلاسه کولای ځکه یوازې علي بابا یې د پرانیستلو په چل پوهـﯦـږي. په دې توگې په داسې نکلونو کې لوستونکي او اورېدونکي ته د بخت او طالعو ځواک ځکه ورښوول کـﯦـږي چې کـﯦـدای شي د بخت او طالعو دروازه د هر چا په مخ خلاصه شي او دا یې د تخیلي راښکون او انجذاب یوه لویه برخه ده.
د خطر منل او په ماجراوو پسې راوتل
دا ځانگړتیا په ټولو نکلونو کې د یوه گډ ټکي په توگې لـﯦـدل کـﯦـږي. په هـﯦـڅ یوه نکل کې نه دي لـﯦـدل شوي چې د نکل مرکزي کرکتر دي د هر ډول څرگند او ناڅرگند گواښ په نه منلو ځان له پـﯦـښې دباندې وباسي بلکه خپلې موخې ته د رسـﯦـدا لپاره په ځان هر ډول گواښونه مني. یوه بـﯦـلگه یې همدا د سند باد د اوو سمندري سفرونو نکلونه دي چې سند باد نه یوازې په سمندر کې بلکه په بیلابیلو ټاپوگانو کې له عجایبو او گواښونو سره مخامخ کـﯦـږي خو د بخت او طالعو په ملگرتیا ځان د بریا پولې ته رسوي. یا په سمندر او اوبو کې د سمندري او ځمکني عبدالله نکل چې ځمکنی عبدالله په سمندر کې د کبانو له داسې نړۍ سره مخامخ کـﯦـږي چې د انسانانو په شان ټولنې، ښارونه او شاهان لري او نور؛ همدا کبان ده ته قیمتي مرغلرې له سینده راباسي او دده پانگه دومره ډیریږي چې د ښار لوی لوی ماړه او شتمن ورته هک پک کیږي. په ټولو نکلونو کې د نکل مرکزي کرکتر له بې شمـﯦـرو خنډونو سره مخامخ کـﯦـږي په دغو خنډونو کې د نکل اتل خپل عقل او چالاکۍ آزمايي او ځان له گواښه باسي چې بخت تل ورسره ملگری دی. په هر نکل کې دننه بل نکل دی او په هرې ماجرا کې دننه بله ماجرا زېږول کـﯦـږي او په دې سره لوستونکی یا اوریدونکی داسې یوې خیالي نړۍ ته له ځان سره بیایي چې گومان کوي په خپله ددې ماجرا یوه برخه ده او د نکل ښکلا په همدې کې ده.
حرص:
په ټولو هغو نکلونو کې چې تومنه یې د شتمنۍ او پانگې پر چورلیځ راڅرخي څرگنده ده چې حرص د انساني غوښتنو د یوه عنصر په توگې سر راپورته کوي او د نکل اړوند کرکترونه په کښې په بیلابیلو بڼو ښکـﯦـل کـﯦـږي. په دغو نکلونو کې د مرکزي کرکتر پر وړاندې سیال / انتاگونیست مضره موجودات دي او په نکلونو کې ددغو مضره موجوداتو ونډه یا نقش ددوی خپل حرص دی. خو د نکل متن هغه مهال لا په زړه پورې کـﯦـږي چې دا مضره موجودات د نکلونو د مرکزي کرکترونو له حرص سره مخامخ کـﯦـږي. او په ډیريو ځایونو کې همدا انساني حرص دی چې دداستان اتل ته د ورپـيښ شوي گواښ د ژرغونې لامل گرځي. په ډیرو لږو نکلونو کې د نکل انتاگونیست پر پروتــَـگنیست یا مرکزي اتل باندې برلاسه کـﯦـږي. په نکلونو کې د انتاگونیست او پروتــَـگنیست توپير په دې کې دی چې په اکثریتو نکلونو کې پروتــَـگنیست د خپل ژوندانه د ښه کولو لپاره د پانگې د موندلو په لټې کې دی خو سولند او حریص انتاگونیست سره له دې چې ډیره پانگه یې په لاس کې ده بیا هم نوره غواړي او نه پریږدي چې د پانگې یوه برخه د پروتــَـگنیست لاس ته ولویږي او یا یې ورسره شریکه کاندی. د یو زرو یوې شپې د نکلونو په هر موړ او کږلیچ کې چې وگرځو وینو چې هر نکل د شتمنۍ او پانگې د موندلو او لټون بیان دی.
میلمه پالنه
د نړۍ په ډيریو کلاسیکو فرهنگونو او ادبیاتو کې میلمه پالنه د یوه سپيڅلي دود په بڼې ستایل شوې ده. سره له دې چې ددغو نکلونو په ټولگې کې میلمه پالنې ته په ځانگړې توگې کومه څرگنده نغوته نه ده شوې او یا په نکلونو کې داسې نکل نه وینو چې هغه دې په ځانگړي ډول د میلمه پالنې پر چورلیځ راوڅرخي خو له دې سره سره بیا هم میلمه پالنه په هر نکل کې د نکل د یوه مهم عنصر په توگې راڅرگندېږي. ښايي یو لامل یې د ترانسپورت او له سیمې څخه و بلې سیمې ته د تگ راتگ ستونزې وې چې میلمه پالنه په کلاسیک فرهنگ کې د مهم عنصر په توگې راڅرگندیږي. په دغو نکلونو کې میلمه پالنه له یوې لویې ټولنې سره د داستان د کرکترونو د تړاو په توگې ځان راڅرگندوي. ددغې ځانگړتیا یوه لویه بیلگه بیا هم د سمندري سندباد میلمه پالنه ده چې پنډي سند باد ته یې د هر نکل په پای کې ورکوي، او یا د بیلابیلو خلفاوو په دربار کې راغلو میلمنو ته د پریمانو خلعتونو ورکړنگ، ټول د میلمه پالنې او ځوانمردۍ پر عنصر راڅرخي. خو په همدې لړ کې د داستان پروتــَـگنیست غواړي بې وزلي ته وښيي چې د ژوندانه په هر گواښجن موړ کې له څومره ناخوالو او سختیو سره مخامخ شوی او په څومره خوارۍ یې موندل شوې پانگه تر لاسه کړې ده. همدا شان سمندري سند باد په خپله د خپل یون په ترڅ کې په ټاپوگانو کې د عجایباتو د بـﯦـلا بـﯦـلو سلاطینو او مشرانو له میلمه پالنې سره مخامخ کـﯦـږي. د میلمه پالنې ددغه عنصر تومنه په ټولو داستانونو کې یو شان نه ده په یو شمیر نکلونو کې میلمه له کوربه یا خپل میلمه پال سره خیانت کوي، یوه لویه بیلگه یې د بغداد د علي بابا او د څلویښتو غلو نکل دی چې د غلو مشر د علي بابا له میلمه پالنې څخه ناوړه گټه اخلي او په پای کې مري. په دې توگې د یو زورو یوې شپې په نکلونو کې میلمه پالنې د یوه سپيڅلي دود رنگ غوره کړی دی.
سخاوت
د نکلونو یوه لویه برخه سخاوت ته ځانگړې شوې ده. دا سخاوت په ټولیز ډول د خلفاوو یا عیارانو او ځوانانو په لاس تر سره کـﯦـږي او ښيي چې هر خلیفه او هر ځوان څومره په سخاوت کې خلاص لاس لري. بـﯦـلگې یې په ۲۶۹ شپې پنځم ټوک کې د حاتم طایي، یا ورپسې د معن بن زاﺌـده د سخاوت په نکل کې له ابراهیم سره د یوه نايي یا دلاک سخاوت او نورې په لسگونه بیلگې وینو چې نکلونو ته یې رنگارنگوالی ورپه برخې کړی دی.
سیالي
په یو شمیر نکلونو کې موږ له څو پروتــَـگنیستانو سره مخامخ کـﯦـږو چې موخې ته د رسیدا لپاره د گواښونو په منلو په خپلو منځو کې سیالۍ کوي او کله نا کله یو بل ته خنډونه جوړوي، په ډیریو داسې نکلونو کې موخه د سپوږمۍ په شان محبوبې ته د رسیدو تنده ده. په دغسې سیالیو کې سیالان خپله وړتیا او تعقل آزمايي چې همدا وړتیا یې د محبوب تر وصاله پورې رسوي. د یو زرو یوې شپې په نکلونو کې سیالۍ د ځواک او وړتیا د زباد لپاره ښه ستایل شوې ده او په ډیریو نکلونو کې یې غبرگون موندلی دی.
د نکل ویلو ځواک او وړتیا
د یو زرو یوې شپې په ټولو پرله پسې نکلونو کې نکل ویل په خپله د نکل ویلو یو ځواک او د وړتیا یو مهم عنصر دی. د همدغو نکلونو په اډانې کې شهرزادي په دې باور ده چې ددې د نکل ویلو ځواک ، وړتیا او چلوټه کولای شي نه یوازې دا په خپله بلکه نورې پیغلې ددې د مـﯦـړه د شوني مرگ له لومې څخه وژغوري. په ټولو نکلونو کې د شهرزادي دغې ننگـﯦـرنې او احساس ته جوت غبرگون ورکړ شوی چې نکل ویل نه یوازې د ساعت تـﯦـرۍ یوه وسیله بلکه داسې یوه ځواکمنه وړتیا ده چې څوک په پای کې په خپل چلند او کړو وړو کې بدلولای شي.
يو زرو یوه شپه اوس د پښتانه فولکوریک ادب ته په زښت پیاوړي او بې ساري بیاني قوت چې هم خوږ او هم په آسانه د پوهیدا وړ دی راغلې ده، د جهاني صاحب د خبرې په بنسټ خدای ج دې پښتنو ته دونې پوهه او لیوالتیا ور په برخې کړي چې د استاد محمد معصوم هوتک دغه بې ساری ادبي شهکار ولولي او پوه شي چې موږ ټول د محمد معصوم هوتک د زیار او هڅو پوروړي یو. دا پور هم د دغه ښکلي اثر په اړوند د مقالو په لیکلو او هم ددغه اثر په ترلاسه کولو او لوستلو اداء کـﯦـږي او په کار خو لا دا ده چې هر پښتون او د پښتانه په ادب مین پښتون یې باید په خپل کاله کې ولري. هغه کسان چې په خپل کور کې کورني کتابتونونه لري دا دې په یاد ولري چې دداسې ادبي شهکار له شتون پرته یې کتابتون نیمگړی دی. دا اثر د هرې پښتني کورنۍ او هرې دیرې لپاره دی. دا اثر له شک پرته کولای شي زموږ د پښتني ټولنیز ژوندانه د فولکوریک بڼ په ډيرو اړخونو غښتلې اغـﯦـزه پریباسي. راځئ ټول په گډه د استاد هوتک صاحب دا شهکار ولمانځو. پای