دخپریدو نیټه : 2006-03-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
(( د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه )) چاپ شوه
(( د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه )) چاپ شوه
د بي بي سي د پښتو څانګې نه د افغانستان د شمالي ولايتونو په اړه د حنان حبيبزي د پروګرامونو يوه لړۍ چې يو نيم كال وړاندې يې جوړه كړې وه او د همدې راډيو له څپو په نهه برخو كې خپره شوه . اوس د بينوا فرهنګي ټولنې د كتاب ګوټي په بڼه چاپ كړې ده .دا كتاب په ۱۰۰۰ ټوكو كې چاپ شوى دى او د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه نوميږي .دا راډيوي پروګرامونه چې اوس د كتاب په بڼه چاپ شوي دي له چارواكو ، عيني شاهدانو او كارپوهانو سره د مركو په اساس ترتيب شوى دى . ۸۹ مخونه لري او پر كتاب د پوهنوال رسول باوري سريزه ښيي چې دغه كتابګوټى په شمالي ولايتونو كې له درو لسيزو جګړو نه وروسته د لرغونو اثارو حالت بيانوي .