مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-15   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په غزني کې د عملیاتو په ترڅ کې دیرش طالبان وژل شوي دي

سید جلالزی
په غزني کې د ″ذوالفقار″ په نامه د ملي اردوعمليات شپږ ورځې مخکې پيل شوي ، چې د چارواکو په وينا، تراوسه په يو شمېر سيمو کې دوام لري. ددې ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې په ده يک او اندړو ولسواليو کې د پيل شویو عملياتو پر مهال ٣٠ وسله وال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي. د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمي لوا وياند نظيف الله سلطاني وويل ، چې په دې عملياتو کې د پنځه طالب قوماندانانو په ګډون ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي.سلطاني وايي ، چې د يادو عملياتو پر مهال د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، ٤٠ تنه وسله وال او دوه سرتېري ټپيان شوي دي. دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ د ″جن اباد″ سيمې اوسېدونکي عبدالرازق وويل، چې په سيمه کې يې پوځي عمليات روان دي. چې نن سهارپه کې د هوان د لګېدو له امله د يوې کورنۍ دوه ميرمنې وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان دي. خوامنیتي ځواکونو تراوسه ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery