په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړل چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د افغاني ضد یو شمېر عناصرو له ډلې دا ځل د افغانستان د راډیو – تلویزیون د ریُس نجیب روشن له ستوني د پښتو ژبې سره د دښمنۍ یو بل افغاني ضد غږ راپورته شوی چې له مخې یې نوموړي ښاغلي د (دويچه ويلې ) يا المان غږ د هغې مهمې تلويزيوني خپرونې په اړه چې د دې خپرونې د معمول په توګه بايد د فوټبال نړيوالې لوبې چې په وړيا توګه افغانستان ته خپرېږي ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو په مساوي توګه خپرې شي ، د خپرونې مسوؤلينو ته ويلي دي چې له پښتو تېر شئ او يوازې فارسي ژباړه يې کافي ده . دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی روشن د پښتنو په خاوره کې دننه د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې دا ډول دښمنانه غږونه پورته کوي ، دغه ښاغلي د خپلو ملاتړ کوونکو په لمسون او مرسته د افغانستان د راډیو – تلویزیون له پروګرامونو هم د پښتو ژبې کچه هېڅ ته راټیټه کړې .له پښتنو او پښتو ژبې سره د دښمنۍ په دغه لړ کې چې اوس په افغانستان کې روانه ده د ښاغلی ( روشن ) په شان یو شمېر ( تاریک ) اندېشه او سکټاریست کمونست – تنظیمی عناصرو سره لاسونه ورکړی چې له امله یې د پښتو زبې جرړې له تاریخي افغانستان دغه د پښتنو د لرغوني ټاټوبي څخه وباسي ، خو د چا خبره ( دا لاره ترکستان ته ځي ) او نه یوازې دغه جناب چې د هغه د پان ایرانیزم ټول خلي به د افغان ملت له یووالي پو پنا شي .
موږ په داسې حال کې چې د روشن دغه څرګندونې په کلکه غندو ،د آلمان له دولت او د المان غږ ټلویزیوني خپرونو له ادارې څخه هیله لرو چې ددغه شان افغاني ضد عناصرو په سپارښتنوله افغانانو سره خپلې موخې بدلې نه کړي او له افغان ملت سره خپله لرغوني پېرزوینه لکه د تېر په شان سالمه وساتي . له بلې خوا موږ د افغانستان د اسلامي دولت له چارواکو هم په کلکه غوښتنه کوو چې ددغه راز ملي ضد او د افغانستان د اساسي قانون ضد اعمالو او د هغو د عاملینو مخه ونیسی .ددې خبرې څرګندول ډېر ضروري ګڼو چې دې اور ته دې څوک لمن نه وهي کنه نو لمبې به یې د هر افغان دښمنه عنصرکور هم وسوځوي چې بیا به یې هېڅ څوک مخه نشي نیولای .
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او د مینې جونګړه ده
مخ پر وړاندې د ټول افغان د ملی یووالي په لور
په هېوادنۍ مینه
د خپلواکی د فرهنګی مرکز په استازیتوب