مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-03-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کې ددوستۍ ټولني دمبارکۍ پيغام

 2006.03.21
ددوستۍ فرهنگې ټولنې مشرتابه جرگه په زياته خوښۍ سره افغان غيرتې او پياوړي ولس ،په بهرکښي افغاني کډوالو او ټولو هغو ته چې دمارچ ((21)) ورته دنوي کال او پسرلي دشروع نيکمرغه ورځ وي ، د افغاني مينې او انساني احساس په گرمو او له محبته ډکوولولو کښي دنوي لمريز 1385 لمريز نيکمرغه کال دپيل په مناسبت دزړه له کومي مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندي کوې .
درنوهيوادوالو! له هيوادنه په زرهاو کيلومتره موږ له تاسو څخه نه يو جلاکړې ، په ډاډويلاي شو چې يوه لهظه هم ستاسود نا ارامه او کړېدلي ژوندله دردونو او واويلاو څخه ني يو بيغمه ؛ هره لهظه مو دهغي مور فريشانه او حيرانه څيره په سترگوکې راگرځې کوم چي دخپل يتيم بچۍ په ډوډۍ پوري حيرانه ده ،ياوړوکۍ ماشوم ورته دناروغۍ په بستر کې پروت دۍ خوددرملو چاره ځکه ځېنې ورکه ده چې يو غيران هم نلرې ، دهيوادپه ښارونوکښې دهغو ماشومانو چيغې مو تر غوږو رارسېږې کوم چې خيرات غواړې او ياددي پر ځاي چې ښوونځۍ ته ولاړ شي په واټونو کې سگريټ ،ژاولي او نور واړه توکې خرڅوي ،تر څو دځان او خپل سپينږري پلار او بوډۍ مور لپاره دشپې دوچې ډوډۍ څو روپۍ پيدا کړې ،دهغه افغان نارينه او ښځې معصومانه څيرې ياد مو هر لهظه زوره وې کوم چې دظالم ،ټوپکمار ،قوماندان ،دولتي رشوتخورمامور اوبل تيري کوونکي تيری پر خپل انساني کرامت اويا روا حق وينې مگر خاموش ولاړدۍ اوله ځانه سره بوگنيږې وايي خدايه دادظلم اوستم کلا به کله چپه شي ؟؟؟؟ اوکله به ماته دافغان اوانسان په سترگه وکتل شي ؟ دمور اوماشوم ژړا،لوږه ،دپيغلي په زورله کوره ايستلوپه وخت کې دهغي معصومانه او بيوسه مقاومت االاس گورځونه، خپلې کورنۍ ته دډوډۍ دپيداکېدو په خاطر دماشوم خرڅول اوداسي نور په سلهاوو دانساني وجدان او احساس خلاف زړه بوږنوونکې تحميل شوې حالات چې راپياددو دلته په اروپاکښې اور رابندي بل شي .
بلې وطنداره او غيرتې مور !
داهغه غملړلۍ اوپه وينو لژند داستان دۍ چي هر ورځ دافغان ولس په کور کښي ميلمه دۍ،ددې وحشیانه او زورونکو حوادثوپاي له افغان ولس نه ورک اودخوښيونه نا اميده شويدۍ .
ټولو دنياوالو پخپلو سترگو ليدل او ددې شاهد دي چې افغان غمځپلۍ ولس تير کال هم دنوروکلونو په ډول دډيرو عجيبو او غريبو مصيبتونو او کړاونوسره لاس اوگريوان و.
محلي قوماندان په قريه ،دولتي قوماندان په اداره او ښار ،لوږې ،ناروغيو ،بېدرمليو ،بيکاريو ،دخپل کور څخه په زورشړلو ،دزورواکانو لخوا دمځکي او جايداد لاندي کولو ،توهين ،تحقير اوتهديد دااوداسي نور ناروومعمول شپه او ورځ افغان رانغښتۍ ؤ او دا ډول کړنومعمولې بڼه درلوده ، دمظلوم فرياد هيڅ وخت هم دزوروراو دولتي واک دڅښتن تر غوږو ونه رسېد ،اودبې دفاع انسان سره دناوړه کړنو نندارې دهيڅ يوه حاکم پاملرنه ځانته را وانه ړول . په واقيعت کښي دپخوا پشان تير کال هم افغان زورېدلی ولس دجنگسالارو اوسياسي معامله گرو او توطئوقرباني اويرغمل په لمو کښې شکيل پاته ؤ .
نه قانون پلۍ شو اونه هم دمطبوعاتو ،بيان اوعقيدې رښتيانۍ آزادې تأمين شوه ،ابصاف ،عدالت او ترحم خو لا پخواددې ټاټوبي نه کډه کړېوه،پر دولتي اداره ،پارلمان اونورو موسسو دټوپکسالارو او تنظيم سالارو منگولې نوري هم کوټلې ښخې شوې ،اوهره ورځ يې دتيريو،غصب او تعرض لمن مخ پر پراخېدو ده .
دغه کورنيو ناخوالو پاکستان ،ايران اوبل هر هغه هيواد چې زموږ په فريشانۍ کې خپلي گټې لټوې داسي امکانات پلاس ورکړه چې اوس يې زړه غواړي په افغانانو داومني چې دتنفس کول ،خوړلو اوڅښلو اجازه هم له بهرنيانو څخه واخلې .
معمولا دنوي کال په شپو او ورځو کې خلک دنوو خوښيو او نوو ارزوگانو دسپړلو خبري کوي ، خو زمونږ قلم يي نه ليکې ،مقاومت کوي او وايي درواغ مه ليکۍ ؛ ځکه په رښتيا سره تر اوسه لا دغوڅ اکثريت په سترگو کې دغم اوښکې رڼې ليدل کيږې ،يوازي هغه کسان ډير خوشحاله دې چې خوله او لاسونه يې دنورو انسانانو په وينو سره دي !!!
داهم بايد ووايو چي په حلوا حلوا خوله نه خوږېږي تر څو به موږ دپرديوپه وسيله دځان او هيواد پر خلاف دخپل ځان داستعمال او غولونې داستانوه ليکواويابه په شکايت خوله پرانيزو ؟؟؟ ايا شرم ندۍ چې پردې موهيوادته د سولې دراوستلو خبري کوې ؟؟؟
که زموږ سره ظلم کيږي اوياتر ستم لاندي يو ،رټل کيږو ،زورول کيږو نو ددغه حالت په راوستلو کښي موږ او تاسو هم بې برخې نه يو . وگورۍ ! په نړۍ کې ټولو ولسونو ديوه ملي عزم او هوډ پر اساس وکولاي شوه خپل هيواد او هيوادوال له هر ډول بيرته پاتې والی څخه وژغورې ،مگر موږ هيڅ وخت دغه حياتي ټکې ته پاملرنه نده کړې .
موږ پدې باور يو که افغانان په ځانگړې توگه قومي مشران ،منورين ،دينې سپېڅلې عالمان دوجدان له مخې دخپل هيواد ويجاړوته پاملرنه راواړوې اوله ځان څخه داسوال وکړې چې ولې تل موږ زموږ دهيواد قسم خوړلې دښمنانان دخپل هيواد وورانېدو او داورپه لمبو کښي دافغانانوسوځولوته هڅوې ؟؟؟ موږ ملې مکلفيت لرو که موخپله ندې زده له نوروڅخه بايد دخپل ولس دښيرازېواوهيواددبيارغاوني لپاره څه زده کړو .
ارزومو داده په راتلونکې کال کښي افغانان ددې جوگه شي چې دهيواد ابادولوته په خپله ملاوتړې . په افغاني منلې دوداو دستور دپرديو دنوکرانو مخه ونيسي کوم چې په هيوادکښي ملې بې اتفاقيو ،قومي شخړوته لمن وهې ، اويا زموږ خلک دښوونځيو سوځولو ،پلونو او ښارونو ورانولو او ځانمرگې بريدونوته هڅوې .
يو هيواد هغه وخت پر مخي تگ له کاروان سره تللاي شي چې ولس يې دپرمختگ په مفهوم پوه او دهغه ليوال وې .
له دولتي مشرتابه څخه په کلکه غوښتنه کووچې په نوې پيل شوې کال کښي دهر ډول بې عدالتيواوتيريو مخه ونيسي ،دخلکو دفرياداورېدولپاره دغوږونه پنبه راوباسې .
نوی کال بايد دنووکارونو اونووهغوپلانونوپه پلي کولو سره شروع شې کوم چې موخه يې دافغان غيرتې ولس اقتصادي ،سياسي ،ټولنيز او فرهنگي ښېرازې ،سوکالي اوبسياژوندوې .


پدې هيله چې نوی کال زموږ درنځېدلی ملت لپاره دسولي ،ملې يووالي او پرمختگونودبرياواو خوښيو څخه مالامال ډک وې .

 حبيب الله غمخور
ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery