دټول افغان وېبپاڼه کې د (( آچې ډېوې وژني » تر عنوان لاندې مطلب کې راغلي چې دافغانستان دملي راډيو تلويزيون رييس ښاغلي نجيب روشن په المان کې له دوېچ وېلې
(( المان غږ » تلويزيون څخه غوښتنه کړې چې سږ کال دفوټبال دنړيوالو لوبو راپورتاژدافغانستان لپاره يوازې په دري ژبه خپور کړي ،ځکه چې دافغانستان ټول خلک په دري ژبه پوهيږي او په پښتو ژبه يې دخپرونې اړتيا نشته .
که چېرې دا خبر سم وي ، موږ يې دافغانستان دملي ګټو ، ملي يووالي او اساسي قانون پر ضد له سپين سترګۍ ډک عمل ګڼو او دافغانستان دلوی اکثريت پراساسي حقونو يې ديوه ښکاره تېري په توګه غندو .
همدااوس چې له پښتو ژبې سره په رسمي ادارو او مطبوعاتوکې لا هم دمېرې سلوک کيږي او په ډېرو سيمو کې دپښتنو بچيان لا هم نه شي کولی په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او په دغه برخه کې دپښتنو دردونه او شکايتونه ورځ په ورځ زياتيږي ، داسې هڅې چې په ښکاره توګه دافغانستان داولې ژبې ياپښتو دنفي کولو لپاره تر سره کيږي ، کېدای شي ديوه ژور ملي کړکېچ سبب وګرځي .
موږ دافغانستان له دولتي مشرتابه څخه غوښتنه کوو چې :
ـ په (( ټول افغان » کې راغلی خبر په کلکه تعقيب کړي او دخبرې له صحت سره ، ښاغلی نجيب روشن سمدستي له کاره ګوښه کړي .
ـ دافغانستان حکومت بايد ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړي چې په خپلو خپروونو کې ددواړو رسمي ژبو انډول په ټينګه وساتي .
ـ ټول هغه بهرني هېوادونه او موسسې چې په خپرنيزو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي ، ددوی مرسته بايد په دې شرط ومنل شي چې دافغانستان ددواړو رسمي ژبو انډول به ساتي او او د اساسي قانون د ټينګار له مخې به يوازې دافغانستان ملي ټرمينالوجي کاروي.
په درنښت
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ـ جرمني