د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د پام وړ !
دټول افغان او نورو ويبپاڼو له لاري مو خبر ترلاسه کړ چي( دافغانستان د ملي ! راډيو تلويزيون مشر نجيب روشن) اروپا ته دخپل سفر په ترڅ کي دالمان ږغ تلويزيوني چينل له مشرانو سره په جرمني کي د ۲۰۰۶ کال دفټبال دنړيوالو لوبو په اړه ويلي دي چي دافغانستان لپاره دي ددغو لوبو دبهير دمخامخ خپرولو په وخت کي يوازي په پارسي ژبه په خپرونو بسنه وشي اود پښتو ژبي ژباړي ته يې اړتيا نه ليدله کيږي .
موږ په دې باور يو چي دالمان له لوري دغه خپروني دافغانستان له ټول ملت سره د دوستۍ پر بنسټ ترسره کيږي نه له يوې ژبي سره دخواخوږۍ پر بنسټ، نو له همدې امله ټول افغانان د جرمنيانو له نيکو او دوستانه مرستو اواړيکو څخه منندوی دي .
په بلجيم کي دافغانانوکلتوري ټولنه ، دافغانستان دمشرانو جرګې او ولسي جرګې له درنوغړو څخه په درنښت هيله لري چي دراډيو تلويزيون مشر دي داساسي قانون د مندرجاتو څخه دسرغړوني او دافغانستان دملي يوالي پر وړاندي دداسي يو ګام د اوچتولو له امله وپوښتل شي .
په درناوي
په بلجيم کي دافغانانوکلتوري ټولني مشرتابه جرګه
بروکسل ۱-۴-۲۰۰۶