له کومي ورځي چي د بېنوا ویب پاڼي په خپلو نشراتوپېل کړی اود انټرنیټ په ډګر کښي ئې په پښتو رسنیو کښي ځانګړی ځای موندلی دی نوزیاتو لوستونکو په بیا بيا دا غوښتنه کول چي په بېنوا پاڼه کښي دي د لوستونکو د بختیا او تفریح لپاره پښتو موسیقي هم ځای شي .
دا چي هغه وخت موږ د بېنوا ویب پاڼي په زېرمتون ( سرور) کښي د زیاتو موادو د خوندي کیدو امکان نه درلوده نو د لوستونکو دغه غوښتنه همداسي بې جوابه پاته وه . خو اوس چي زموږ دا ستونزه تر یو حده حل شوې ده ، نودبېنوا ویب پاڼي د درنو لوستونکود غوښتني سره سم مو په بېنوا ویب پاڼه کي پښتو موسیقي ته هم ځاې ورکړ .
داچي په یوه وخت کي د زیاتو پښتو سندرو راټولول یوه څه ستونزمن کار و نو هغه سندري چي زموږ سره موجودي وې هغه مو ستاسي لپاره د اوریدو جوګه کړې خو د لوستونکو او په خاصتاً د هنرمندانو څخه مو غوښتنه داده چي د پښتو سندرو د برخي په لا بډاینه کي خپله همکاري له مونږه ونه سپموي
ستاسي یو چوپړوال :: خالد هادي حیدري